د نړيوالو خطرو او پېچلې هائبرډ چيلنجونو دې دور كښې ژور ملټري ټو ملټري همكاري ٬ ستراتیژیکي ډائيلاګ او دوه اړخیز باور تر ټولو مهم دي: فيلډ مارشل عاصم منير

پېنډۍ ۔26جولائی(اے پی پی) فیلډ مارشل سید عاصم منیر ویلي دي چې د نړيوالو خطرو او پېچلې هائبرډ چېلنجونو په دې دور كښې ژور ملټري ټو ملټري همكاري ٬ ستراتیژیکي ډائيلاګ او دوه اړخیز باور تر ټولو مهم دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په اسلام آباد ريجنل چيفس آف ډيفنس اسټاف كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ پاکستان د دې کنفرنس کوربه وو چې پکې د امریکا، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان …

پېنډۍ ۔26جولائی(اے پی پی) فیلډ مارشل سید عاصم منیر ویلي دي چې د نړيوالو خطرو او پېچلې هائبرډ چېلنجونو په دې دور كښې ژور ملټري ټو ملټري همكاري ٬ ستراتیژیکي ډائيلاګ او دوه اړخیز باور تر ټولو مهم دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په اسلام آباد ريجنل چيفس آف ډيفنس اسټاف كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ پاکستان د دې کنفرنس کوربه وو چې پکې د امریکا، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان لوړ پوړي پوځي مشران بلل شوي وو۔ د خالي په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري شوي بيان لعه مخې دې تاریخي څو اړخیز تماسونو د سیمه ‌ییز امنیت د همکاریو، پوځي دیپلوماتیکو اړیکو او د شریکو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو خبرو اترو پلو يو مهم پېشرفت په ګوته كړو۔ د «اړیکې ټینګول، امن ساتل» تر سرلیک لاندې شوې دې کنفرنس کښې د امنیتي همکاریو د پیاوړتیا، د روزنې د اقداماتو د پراختیا او د ترهګرۍ مخنيوي او په نورو دفاعي او د سلامتيا په هڅو كښې د غوره تګلارې ګډول آسانولو هڅه وكړې شوه۔ فيلډ مارشل سيد عاصم منېر (نشان امتياز ملټري) په باضابطه توګه د دفاعي پلاوي هركلے وكړو او په منطقه كښې امن ٬ استحكام او تعميري مصروفيت له يۍ د پاكستان د مضبوط عزم پخلے وكړو۔ په دې موقعه فيلډ مارشل سيد عاصم منېر ووئيل چې د نړيوالو خطرو او پېچلې هائبرډ چېلنجونو په دې دور كښې ژور ملټري ټو ملټري همكاري ٬ ستراتیژیکي ډائيلاګ او دوه اړخیز باور تر ټولو مهم دي۔ده وويل پاكستان يو محفوظ او سوكاله چاپېريال جوړولو له همكاره هېوادونو سره په ګډه د كار كولو بشپړ عزم لري۔ د لوړې كچې په مكالمه كښې د سيمې ايزې سلامتيا به حركياتو ٬ په وسطي او جنوبي آسيا كښې په رامخې ته كېدونكې ستراتيجيكي وضعه او د ګډې تربيتي اقداماتو په حاجت ٬ د ترهګرۍ مخنيوي لپاره په مرسته او د بحرانونو په مهال انساني خواخوږۍ سره په اړوند غبرګون د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ مندوبینو په اجتماعي توګه امن ٬ احترام ٬قامي خپلواكۍ په ځايې ساتلو او د ترهګرۍ ٬ سائبر عدم تحفظ او او انتها پسندۍ په شمول د ګډې سلامتيا ته د پېښو خطرو مقابله كولو خپل ګډ عزم توثيق وكړو۔ ګډون كوؤنكو د پاكستان د مشرتابه ٬ مېلمستيا او دفاعي سفارت كارۍ ته د ودې وركولو اقدام ستائنه وكړه۔ دا تزويراتي همغږي د ګډې سلامتيا په ګټو او سيمه ايز يووالي د اډانه يو محفوظ ٬ مربوط او په مرسته باور لرونكې منطقې لپاره د پاكستان د تلپاتي عزم عكاسي كوي۔

مزید خبریں