د ګورنر فيصل كريم او نديم افضل چن نوموړو خبريالانو سره غير رسمي ملاقات

اسلام آباد۔26جولائی(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي او د پي پي پي د اطلاعاتو مركزي سېكرټري نديم افضل چن په ګورنر هاؤس اسلام آباد كښې نوموړو خبريالانو سره غېر رسمي ملاقات وكړو په كوم كښې چې د هېواد په مجموعي سياسي صورتحال او خېبر پښتونخوا سره په اړوندو مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په ملاقات كوؤنكو كښې عرفان سدو زئی (ډان نیوز)، احمد نواز (نیوز …

اسلام آباد۔26جولائی(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي او د پي پي پي د اطلاعاتو مركزي سېكرټري نديم افضل چن په ګورنر هاؤس اسلام آباد كښې نوموړو خبريالانو سره غېر رسمي ملاقات وكړو په كوم كښې چې د هېواد په مجموعي سياسي صورتحال او خېبر پښتونخوا سره په اړوندو مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په ملاقات كوؤنكو كښې عرفان سدو زئی (ډان نیوز)، احمد نواز (نیوز ون)، خالد چوهدری (اېکسپرېس)، سهیل خان (روزنامه دنیا)، عترت جعفری (نوائے وقت)، عثمان جبار (سنو نیوز)، فرقان علی (وائس آف امریکه) شامل ؤ۔ ګورنر فېصل كريم كنډي په خېبر پښتونخوا كښې په امنيتي وضعه او اولسي مسئلو خبرې وكړې۔ ده ووئيل د ميډيا كردار د جمهوري نظام په استحكام كښې بنيادي حېثېت لري او د خبريالانو لارښودنه او تعمير تنقيدي په غوره پرېكړه كولو كښې د حكومت مرسته كوؤنكې ثابتېږي۔ ده په دې موقعه د خبريالانو د وړاندېزونو ستائنه كولو سره غوي ته باور وركړو چې د خېبر پښتونخوا د اولس خېر ښېګړې لپاره به ټول وسائل كارولې شي۔

مزید خبریں