د ټیکس بیس پراخولو او غیر رسمي اقتصاد له منځه وړلو سره عام وګړي ته د ټیکس کمولو هدف ترلاسه کيدے شي۔ د ایف بي آر روانو اصلاحاتو د ګټو له امله اقتصاد په مثبت لوري روان دے: وزيراعظم شهباز شريف

اسلام آباد۔26 جولائی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف ویلي دي چې یوازې د ټیکس بیس پراخولو او غیر رسمي اقتصاد له منځه وړلو سره عام وګړي ته د ټیکس کمولو هدف ترلاسه کېدې شي۔ د ایف بي آر روانو اصلاحاتو د ګټو په برکت اقتصاد په مثبت لوري روان دے۔ یوازې ډیجیټلایزېشن کافي نه دے، بلکه د نوي نظام د پیاوړتیا لپاره باید بشپړ ډیجیټل ایکوسیستم جوړ شي۔ د خامو …

اسلام آباد۔26 جولائی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف ویلي دي چې یوازې د ټیکس بیس پراخولو او غیر رسمي اقتصاد له منځه وړلو سره عام وګړي ته د ټیکس کمولو هدف ترلاسه کېدې شي۔ د ایف بي آر روانو اصلاحاتو د ګټو په برکت اقتصاد په مثبت لوري روان دے۔ یوازې ډیجیټلایزېشن کافي نه دے، بلکه د نوي نظام د پیاوړتیا لپاره باید بشپړ ډیجیټل ایکوسیستم جوړ شي۔ د خامو توکو تولید او واردات، د مصنوعاتو جوړول او د صارفينو تر لاس رسېدو دې ټوله ډېټا يو سسټم سره ونښلول شي۔ د خالي په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ له مخې د وزيراعظم په مشرۍ كښې د ایف بي آر روانو اصلاحاتو جاج اغستو غونډه وشوه۔ په غونډه کښې وفاقي وزیرانو اورنګزیب، احد خان چیمه، وزیر مملکت بلال اظهر کیاني، د ایف بي آر چيئرمېن ، چیف کوآرډینیټر مشرف زېدي، اقتصادي متخصصینو او اړوند لوړپوړو چارواکو ګډون وكړو۔ غونډې ته د ایف بي آر ډېټا يو مركز سره د تړلو او د ټول وېليو چين رئيل ټائم مانيټرنګ لپاره د عصري ډيجيټل اېكوسسټم په تشكيلولو د پېشرفت حوالې سره بريفنګ وركړے شو۔ وزیر اعظم په دې موقعه په اېف بي آر كښې د عصري او د نړيوال معيار ډيجيټل اېكو سسټم تشكيل منظورۍ او د نوموړو پوهانو د خذماتو اغستلو هدايت كولو سره ووئيل د ایف بي آر روانو اصلاحاتو د ګټو په برکت اقتصاد په مثبت لوري روان دے۔ وزيراعظم ووئيل يوازې ډیجیټائزېشن نه بلكې نوي نظام ته تقويت وركولو له دې بشپړ ډیجیټل اېکو سسټم جوړ كړے شي۔ د خامو توکو تولید او واردات، د مصنوعاتو جوړول او د صارفينو تر لاس رسېدو دې ټوله ډېټا يو سسټم سره ونښلول شي۔ ده ووئيل نظام دې دومره فعاله كړے شي چې د ټول وېليو چېن نېغ په نېغه ډيجيټل نګراني وكړې شي۔ دغسې د نظام لاندې جمع شوې مركزي ډېټا دې معاشي اسټرېټجك پرېكړه كولو له وكارولې شي۔

مزید خبریں