نائب وزيراعظم اسحاق ډار د امريكې خارجه وزير مارکو روبيو سره مهم ملاقات٬ د دوه اړخيزه اړيكو په وده او بېلا بېلو څانګو كښې قوي او منظم روابطو لپاره په ګډه د كار كولو د عزم پخلے

واشنګټن 25 جولائي (اے پي پي) د پاکستان نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د امريکې خپل همڅنګ مارکو روبيو سره په واشنګټن ډي سي كښې اهم ملاقات كړے٬ دواړو مشرانو د دوه اړخيزه اړيكو ودې او په بېلا بېلو څانګو كښې قوي او منظم روابطو په لړ كښې په ګډه كار كولو لپاره د عزم پخلے كړے دے۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له …

واشنګټن 25 جولائي (اے پي پي) د پاکستان نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د امريکې خپل همڅنګ مارکو روبيو سره په واشنګټن ډي سي كښې اهم ملاقات كړے٬ دواړو مشرانو د دوه اړخيزه اړيكو ودې او په بېلا بېلو څانګو كښې قوي او منظم روابطو په لړ كښې په ګډه كار كولو لپاره د عزم پخلے كړے دے۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخې د امريكې خارجه محكمې (سټيټ ډيپارټمنټ) ته په رسېدو امريكائي چارواكو لخوا د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار هركلے وشو۔ په امريكا كښې د پاكستان سفير رضوان سعيد شېخ هم نائب وزيراعظم سره ٶ۔ د پلاويو په كچه په ملاقات كښې د ډلو لخوا سينېر چارواكو ګډون وكړو٬ بيا د پاکستان او امريکې خارجه وزيرانو ترمېنځه نېغ په نېغه ملاقات وشو٬ د دې نه وړاندې دواړو مشرانو ترمېنځه ټېلي فوني خبرې شوې وې۔ په ملاقات كښې د پاك امريكا اړيكو او په بېلا بېلو څانګو كښې په ممكنه مرسته تفصيلي خبرې وشوې۔ دواړو مشرانو د دوه اړخيزه اقتصادي روابطو په وده ، سرمايه کارۍ، زراعت ، ټيکنالوجي او د معدنياتو پشمول په مهمو څانګو كښې په مرسته د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔ په ملاقات كښې د ترهګرۍ مخنيوي او د سيمه ايز امن په اړه هم خبرې وشوې٬ اسحاق ډار د نړيوال امن ودې په اړه د صدر ټرمپ او د امريكې مشرانو هڅو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره په دې وروستيو كښې د پاك و هند تاٶ تريخوالي په اړه د ټرمپ د كردار او هلو ځلو ستائنه وكړه۔ مارکو روبيو په دې موقع د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د لازواله قربانيو اعتراف كولو سره ووئيل د نړيوال او سيمه ايز امن په اړه پاكستان تل په زړه پورې كردار لوبولے دے۔ نائب وزيراعظم اسحاق ډار ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكو ته لا پراختيا او استحكام وركولو كښې خوښي لرو۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه جاري ټريډ ډائيلاګ كښې د مثبت پېشرفت هيله لرو۔ ده ووئيل پاکستان د امريکې کاروباريانو او سرمايه كارو لپاره په زړه پورې مقام دے٬ د سيمه ايز امن په اړه د دواړو هېوادونو نقطه نظر او مفادات يو دي٬ ده ووئيل امريکا كښې موجود پاكستانۍ کميونټي د دواړو هېوادونو ترمېنځه په اړيكو كښې د پل كردار لوبوي ٬ دغسې دواړو مشرانو د دوه اړخيزه اړيكو ودې او په بېلا بېلو څانګو كښې قوي او منظم روابطو په لړ كښې په ګډه كار كولو لپاره د عزم پخلے وكړو۔

مزید خبریں