وزيراعظم د پاکستان د وړومبي سکلز ايمپيکټ بانډ منظوري وركړه٬ ځوانانو ته د روزګار جوګه تعليم او هنر وركولو سره به د هېواد تقدير بدل شي۔ شهباز شريف

اسلام آباد 25 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د پاکستان د وړومبي سکلز ايمپيکټ بانډ منظوري وركولو سره وئيلي دي دا جديد ماډل به ځوانان د روزګار جوګه كولو سره نجي سرمايه كاري راغب كړي، د پاکستان صلاحيت لرونكي ځوانان د پاكستان قېمتي اثاثه ده ٫ ځوانانو ته د روزګار جوګه تعليم او هنر وركولو سره به د هېواد تقدير بدل شي، د پاکستان دغه ځوانان ګرد هېواد …

اسلام آباد 25 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د پاکستان د وړومبي سکلز ايمپيکټ بانډ منظوري وركولو سره وئيلي دي دا جديد ماډل به ځوانان د روزګار جوګه كولو سره نجي سرمايه كاري راغب كړي، د پاکستان صلاحيت لرونكي ځوانان د پاكستان قېمتي اثاثه ده ٫ ځوانانو ته د روزګار جوګه تعليم او هنر وركولو سره به د هېواد تقدير بدل شي، د پاکستان دغه ځوانان ګرد هېواد كښې د پاكستان نامه روښانه كوي٬ ځوانانو ته په پاكستان او بهر هېوادونو كښې د روزګار موقعو ترلاسه كولو په اندازه اډانه يوه جامع تګلاره دې وړاندې كړې شي٬ په هرو دوو مياشتو كښې به په دې د عملدرآمد د پېشريف خپله جاج اخلم۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې د جمعې په ورځ د وزيراعظم په مشرۍ كښې ځوانانو ته د روزګار وركولو په حواله د روډ مېپ د جاج اغستو غونډه شوې۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو احد خان چيمه، عطاء تارړ، د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خاں، د قامي اسمبلۍ غړې آمنه بتول او اړوند چارواكو ګډون وكړو ۔ په دې موقع وزيراعظم ووئيل دې نظام له مخې به د عصري تقاضو سره سم هنر ښودلے شي چې ورسره به د پاكستان ځوانان اختيار مند شي او د هېواد اقتيصادي پرمختګ كښې به خپل مهم كردار ولوبولے شي۔ وزيراعظم امر وكړو چې د ځوانانو د كار استعداد زياتول٬ عصري تقاضو سره سم د هنر تربيه او د تربيې نه وروستو روزګار باوري كولو لپاره دې نور اقدامات وكړې شي۔ ده ووئيل د وزيراعظم يوتھ پروګرام، د سمندر پورې پاكستانيانو د چارو وزارت، نيوټېك او د ټولو اړوندو ادارو ځوانانو ته د روزګار وركولو په حواله تر اوسه كاركردګي د اطمينان وړ ده٬ د پاکستان ځوانانو بهر هېوادونو كښې د روزګار په ترلاسه كولو كښې معاونت لپاره دې د ھغه هېواد ځائي ژبو كښې د تعليم موقعې وركړې شي ۔ وزيراعظم ووئيل بهر هېوادونو كښې روزګار ترلاسه كولو لپاره دې د هنر مندو كسانو رامخې ته كولو ته پام لرنه وكړې شي، ځوانان په ډيجيټل يوتھ هب د شته روزګار موقعو په اړه خبرولو لپاره دې كمپائن وچولې شي۔ ده ووئيل د پاکستان صلاحيت لرونكي ځوانان د پاكستان قېمتي اثاثه دي٫ ځوانانو ته د روزګار وړ تعليم او هنر وركولو سره به د هېواد تقدير بدل شي، د پاکستان دغه ځوانان ګرد هېواد كښې د پاكستان نامه روښانه كوي۔ غونډې ته ووئيل شول وفاقي حکومت د وزيراعظم په امر ځوانان د روګاز جوګه كولو لپاره د هنر او تعليم وركولو سره د پاكستان نه بهر روزګار باوري كولو لپاره جامع اقدامات كوي٬ غونډه د دې پروګرام له مخې ځوانانو ته په پاكستان او بهر هېوادونو كښې د روزګار وركولو د كلنې انداز نه هم خبر كړې شوه٬ دا پروګرام به ځوانان اختيار منده جوړولو او په روزګار كښې خودكفالت٬ آنټرپرونيور شپ او نېغ په نېغه نوكرۍ ترلاسه كولو كښې معاونت كوي۔ غٶنډې ته ووئيل شول د ډيجيټل يوتھ هب له مخې تر اوسه پنځه لكه نه زيات كسان رجسټرډ شوي دي او د 17 لكه نه زياتو كسانو دا اېپلي كېشن ډاٶن لوډ كړے ٬ پنځه سوه نه زياتې كمپنۍ رجسټرډ كېدو نه علاوه په پاكستان كښې د 47 زره نه زيات او د يو لك نه زيات د بهر هېوادونو د روزګار موقعې او د دوه زره نه زيات سكالرشپس موجود دي٬ پورټل سره بهر هېوادونو كښې د پاكستان سفارتونو، سرکاري ادارو، نجي کمپنو او د ملګرو ملتونو او نورو اېن جي اوز پشمول پنځه سوه نه زياتې ادارې تړلې شوي دي۔ په غونډه كښې وزيراعظم د پاکستان د وړومبي سکلز ايمپيکټ بانډ منظوري هم وركړه ٬ د دې نظام له مخې به د عصري تقاضو سره سم هنر ښودلے شي چې ورسره به د پاكستان ځوانان اختيار مند او د هېواد اقتيصادي پرمختګ كښې خپل مهم كردار ولوبولېے شي۔ غونډې ته د نور بريفنګ په مهال ووئيل شول دې ماډل ته “پے چار سيکسس” وئيلي كېږي ٬ د دې له مخې پبلك يا ډونر فنډز يوازې په هغه وخت جاري كېږي كله چې د آزادو ذريعو څخه تصديق شوې نتيجې لكه ملازمت ترلاسه كېدل يا د آمدن خاص حد ترلاسه كړې شي۔ وزيراعظم په ځائي او نړيواله كچه ځوانانو ته د روزګار موقعې وركولو په اړه اندازه او د بشپړ روډ مېپ وړاندې كولو امر وكړو۔

مزید خبریں