لاهور۔25جولائی(اے پی پی) د آئي اېس پي آر مشر لېفټېننټ جنرل احمد شریف چوهدری وئيلي دي پاكستان يو امن پسند او ترقي پسند هېواد دے چرته چې بېن المذاهب همغږي د قامي طاقت اساس دے٬ دښمن به زمونږ د قامي يووالي او يو موټې كېدو د لاسه په خپلو ناوړه مقاصدو كښې تل ناكامۍ سره مخ پاتې كيږي۔ په لاهور كښې د بېلو مذهبونو استازو او ځوانانو سره په خصوصي …
په پاكستان كښې بين المذاهب همغږي د قامي طاقت اساس دے٬ دښمن به په خپل ناوړه مقاصدو كښې تل ناكامه پاتې كيږي: ليفټيننټ جنرل احمد شريف چوهدري

مزید خبریں
لاهور۔25جولائی(اے پی پی) د آئي اېس پي آر مشر لېفټېننټ جنرل احمد شریف چوهدری وئيلي دي پاكستان يو امن پسند او ترقي پسند هېواد دے چرته چې بېن المذاهب همغږي د قامي طاقت اساس دے٬ دښمن به زمونږ د قامي يووالي او يو موټې كېدو د لاسه په خپلو ناوړه مقاصدو كښې تل ناكامۍ سره مخ پاتې كيږي۔ په لاهور كښې د بېلو مذهبونو استازو او ځوانانو سره په خصوصي نشست كښې د خيالاتو څرګندونه كولو په مهال ډی جی آئی اېس پی آر په آپرېشن ’’بنیان مرصوص‘‘ كښې د پاك پوځ كاميابي د ټول قام اجتماعي بريا وګرځوله۔ ده ووئيل پاكستانے قام په هر سخت وخت كښې د دښمن په وړاندې د فولادي دېوال په څير ټينګ اودرېدو سره بريالے كيږي۔ ده زياته كړه چې په پاكستان كښې ژوند كوونكې د ټولو مذهبونو خلق د تاريخ ٬ قامي نصب العين او وطن سره د مينې جذبه لرلو له امله يو زړه او يو روح دي٬ پاكستان يو امن پسند او ترقي پسند هېواد دے چرته چې بېن المذاهب همغږي د قامي طاقت اساس دے۔ لېفټېننټ جنرل احمد شریف په دې خبره زور راوړو چې دښمن به زمونږ د قامي يووالي او يو موټې كېدو د لاسه په خپلو ناوړه مقاصدو كښې تل ناكامۍ سره مخ پاتې كيږي۔ ده د ګران هېواد روښانه سباؤن لپاره د ځوانانو كردار زيات مهم وګرځولو۔ په دستوره كښې زده كوؤنكو هلكانو او انجونو د آپرېشن’’ بنیان مرصوص‘‘ په تاريخي بريا پاك پوځ ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې۔











