اسلام آباد 25 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف سره د پاکستان تحريك انصاف پخواني صوبائي صدر نوابزاده محسن علي خان ليدلي دي ۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې نوابزاده محسن علي خان خپل زوي شهريار او يو شمېر ملګرو سره په پاکستان مسلم ليګ (ن) كښې شامل شو۔ په دې موقع د پاکستان مسلم ليګ ن صوبائي صدر …
وزيراعظم شهباز شريف سره د پاکستان تحريك انصاف پخواني صوبائي صدر نوابزاده محسن علي خان وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 25 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف سره د پاکستان تحريك انصاف پخواني صوبائي صدر نوابزاده محسن علي خان ليدلي دي ۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې نوابزاده محسن علي خان خپل زوي شهريار او يو شمېر ملګرو سره په پاکستان مسلم ليګ (ن) كښې شامل شو۔ په دې موقع د پاکستان مسلم ليګ ن صوبائي صدر او وفاقي وزير انجينئر امير مقام هم موجود ٶ۔ وزيراعظم د نوابزاده محسن علي خان په پاکستان مسلم ليګ (ن) كښې د شاملېدو هركلي كولو سره دا هيله څرګنده كړه چې ھغه به په صوبه كښې د پاکستان مسلم ليګ ن پاليسيو ته ودې وركولو او اولسي روابطو زياتولو په اړه خپل فعاله كردار ولوبوي۔ وزيراعظم ووئيل وفاقي حکومت به د صوبې د اولس خېرښګړې او د امن او امان ودې لپاره هر ممكن كردار لوبوي۔











