اسلام آباد۔25جولائی(اے پی پی) په سېنېټ كښې د بے نظیر انکم سپورټ پروګرام لاندې د نشوونما پروګرام لپاره بجټ د 2 اربه روپو څخه د 21 اربه كولو ، د مفتاح اسماعیل انډسټری ته د ټھېكې وركولو او په پېپرا رولز د عمل درآمد نه كولو معامله اړوندې كمېټۍ ته وسپارلې شوه۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د سېنېټر انوشه رحمان، همایون مومند، دنېش کمار او …
د سينيټ غونډه ٬ نشوونما پروګرام لپاره بجټ 2 اربه روپو څخه د 21 كولو معامله اړوندې قائمه كمېټۍ ته وسپارلې شوه

مزید خبریں
اسلام آباد۔25جولائی(اے پی پی) په سېنېټ كښې د بے نظیر انکم سپورټ پروګرام لاندې د نشوونما پروګرام لپاره بجټ د 2 اربه روپو څخه د 21 اربه كولو ، د مفتاح اسماعیل انډسټری ته د ټھېكې وركولو او په پېپرا رولز د عمل درآمد نه كولو معامله اړوندې كمېټۍ ته وسپارلې شوه۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د سېنېټر انوشه رحمان، همایون مومند، دنېش کمار او نورو غړو د پوښتنو په ځواب كښې د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري غونډې ته ووئيل د بے نظیر انکم سپورټ پروګرام لاندې د نشوونما پروګرام 2022ء كښې پېل شوے ؤ او په ابتدائي توګه دې لپاره 2 اربه روپۍ بېلې كړې شوې وې۔ ده ووئيل د دې پروګرام پېل كولو مقصد دا ؤ چې د ناروغه مېرمنو او د مور ٬ بچي د صحت خيال ساتلو له غوره غذا باوري كړې شي۔ وروستو دغه 21.5 اربه روپۍ كړے شو او د خوراك نړيوالې ادارې ته د خوراك اغستلو ذمه واري وسپارلې شوه۔ د مفتاح اسماعیل انډسټري اسماعیل انډسټریز ته د خوراك اغستلو ټھېكه وركړې شوې او په دې كښې د پېپرا رولز پابندي نه ده لګولې شوې۔ده ووئېل د كال 2022ء څخه تر دې دمه 97 اربه روپۍ وېشلې شوي۔ تر دې دمه په دې اړه هېڅ كارروائي نه ده شوې۔ ده ووئيل نشوونما پروګرام لپاره 2 اربه روپۍ د 21 اربه كولو پرېكړه د كابينې په غونډه كښې نه ده شوې۔ د دغه وخت د خزانې وزير مفتاح اسماعیل د كال 23-2022 په بجټ كښې د دې اعلان كړے ؤ۔ كه دا معامله قائمه كمېټۍ ته لېږلې شي نو مونږ په دې هېڅ اعتراض نه لرؤ۔ د پېنل آف پریزائډنګ آفیسرز غړي عرفان صدیقی ووئيل دا يو مهم پروګرام او حساسه معامله ده ٬ له دې كبله دا قائمه كمېټۍ ته لېږلې شي او دغلته به په دې بشپړ غور وكړي











