د خاص مرستيا هارون اختر خان په مشرۍ كښې د کمپنیز ایکټ 2017 جدت کارۍ لپاره د ذيلي كميټۍ غونډه ٬ په مجوزه بدلونونو ٬ ريګولیټری اصلاحات او د اَن لسټډ کمپنیو رجسټريشن په آسانولو د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد۔25جولائی(اے پی پی) د وزيراعظم د صنعت او پېداوار خاص مرستيال هارون اختر خان په مشرۍ كښې د کمپنیز ایکټ 2017 جدت کارۍ سره د اړوندې ذيلي كميټۍ غونډه وشوه په كومه كښې چې د اسکاټ جیکبز، بورډ آف انوېسټمنټ، اېس ای سي پي او د او آئي سي سي نمائندګانو ګډون وكړو۔ په عونډه كښې په مجوزه بدلونونو ٬ ريګولیټری اصلاحات او د اَن لسټډ کمپنیو رجسټريشن په …

اسلام آباد۔25جولائی(اے پی پی) د وزيراعظم د صنعت او پېداوار خاص مرستيال هارون اختر خان په مشرۍ كښې د کمپنیز ایکټ 2017 جدت کارۍ سره د اړوندې ذيلي كميټۍ غونډه وشوه په كومه كښې چې د اسکاټ جیکبز، بورډ آف انوېسټمنټ، اېس ای سي پي او د او آئي سي سي نمائندګانو ګډون وكړو۔ په عونډه كښې په مجوزه بدلونونو ٬ ريګولیټری اصلاحات او د اَن لسټډ کمپنیو رجسټريشن په آسانولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ هارون اختر ووئيل د سختو او پېچلو قوانينو د لاسه خلق خپلې كمپنۍ رجسټر كولو څخه ډډه كوي او دا معيشت ته زيان رسوي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې د اَن لسټډ کمپنیو کارپورېټ ګورننس دې د کارپورېټ بائی لاز او د کمپنۍ د آرټیکلز آف اېسوسی اېشن د لارې ترسره كړې شي دغسې چې رېګولېټري بار كښې كمے راوستلے شي۔ په غونده كښې د بورډ آف انوېسټمنټ په مجوزه اصلاحات اډانه لرونكې سپارښتنې وړاندې كړې په كومو به چې راروانه غونډه كښې حتمي منظورۍ له غور وكړے شي

مزید خبریں