د پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير د چين سرکاري دوره، اعليٰ سياسي او عسکري قيادت سره ملاقات

پېنډۍ 25 جولائي (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منيرنشان امتياز (ملټري) د عوامي جمهوريه چين سرکاري دوره كړې۔ د جمعې په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې د دورې په مهال سرلښكر په بيجنګ كښې د چين اعليٰ سياسي او عسکري قيادت سره د لوړې كچې يو شمېر ملاقاتونه وكړل چې پكښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د قوي …

پېنډۍ 25 جولائي (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منيرنشان امتياز (ملټري) د عوامي جمهوريه چين سرکاري دوره كړې۔ د جمعې په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې د دورې په مهال سرلښكر په بيجنګ كښې د چين اعليٰ سياسي او عسکري قيادت سره د لوړې كچې يو شمېر ملاقاتونه وكړل چې پكښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د قوي ستراتېژك شراکت دارۍ توثيق وشو۔ سرلښكر د چين نائب صدر هان ژينګ او خارجه وزير وانګ اي سره ملاقات وكړو۔ په دې موقع په منطقه او نړۍ كښې په بدلېدونكې سياسي حالاتو، د سي پېك له مخې په منصوبو او مشترکه جغرافيائي سياسي چيلنجز لپاره د كوټلې غبرګون په ضرورت د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دواړو ډلو د دوه اړخيزه اړيكو په لا ژورتيا د اطمينان څرګندونه وكړه او د خودمختاره برابرۍ، ګڼ اړخيزه مرستې او د اوږدې مودې سيمه ايز استحكام لپاره ئې د خپل عزم پخلے وكړو ۔ د چين قيادت په سوئيلي اسياء كښې امن لپاره د پاك پوځ وسله وال پوځ يو قوي ستن او د كليدي كردار وړ وګرځولو۔ په دفاعي څانګه كښې فيلډ مارشل سيد عاصم منير جنرال ژانګ يوژيا، وائس چيئرمين سينټرل ملټري کميشن (سي ايم سي)، جنرال چن هوئي، پوليټيکل کمشنر پي اېل اے آرمي او ليفټيننټ جنرل کائي ژائي جن، چيف آف سټاف پي اېل اے آرمي سره ملاقاتونه وكړل ٬ پي اېل اے آرمي هيډکوارټر ته په رسېدو د پاك پوځ سرلښكر ته ګارډ آف آنر وراندې كړے شو كوم چې د دواړو ځواكونو ترمېنځه د دوستۍ علامت دے٬ په دې ملاقاتونو كښې په دفاعي او د سلامتي په مرسته جامع خبرې وشوې دي چې پكښې د ترهګرۍ مخنيوي٬ مشتركه تربيه٬ په دفاعي څانګه كښې جدت او اداره جارتي روابط لا قوي كولو په څېر چارې شاملې وې٬ په آپريشنل همكارۍ او ستراتېژك مرستې ښه كولو زور راوړلے شو دغسې چې هائبرډ او د سرحد پار خطرو موثره مقابله وكړې شي٬ د چين عسکري قيادت په دوه اړخيزه دفاعي شراکت دارۍ د بشپړ باور څرګندونه وكړه او سيمه ايز امن ته په وده كښې ئې د پاكستان د كليدي كردار ستائنه وكړه ۔ فيلډ مارشل عاصم منير د چين د مسلسل ملاتړ ستائنه وكړه او د پاكستان لخوا په عسکري كچه په هره څانګه كښې مرستې ته لا ودې وركولو له يې د عزم پخلے وكړو۔ دا دوره د دواړو هېوادونو ترمېنځه د زياتو شوو سياسي او عسكري اړيكو د ژورتيا څرګندونه ده او دا امر رامخې ته كوي چې دوي سيمه ايزې سلامتيا ته وده وركولو لپاره د اعليٰ كچ روابطو او په مشاورت عمل جاري ساتلو لپاره عزم لري۔

مزید خبریں