پاکستان د صحت په څانګه كښې نړيوالې شراكتدارۍ لپاره لوظي دے۔ د وفاقي وزير سيد مصطفيٰ کمال بيجنګ كښې “ګلوبل هيلتھ کانفرنس” ته وېنا

اسلام آباد 25 جولائي (اے پي پي) د صحت وفاقي وزير سيد مصطفي ٰکمال وئيلي دي پاکستان د صحت په څانګه كښې نړيوالې شراكتدارۍ لپاره لوظي دے٬ د روغتيا په څانګه كښې د رامخې ته چېلنجز مخنيوي لپاره حكومت په زړه پورې اقدامات كوي٬ پرائمري هيلتھ کيئر سسټم قوي كولو لپاره د ټيلي ميډيسن نظام معارفي كوٶ۔ دا خبرې ده د جعمې په ورځ بېجنګ كښې "ګلوبل هيلتھ کنفرنس" ته …

اسلام آباد 25 جولائي (اے پي پي) د صحت وفاقي وزير سيد مصطفي ٰکمال وئيلي دي پاکستان د صحت په څانګه كښې نړيوالې شراكتدارۍ لپاره لوظي دے٬ د روغتيا په څانګه كښې د رامخې ته چېلنجز مخنيوي لپاره حكومت په زړه پورې اقدامات كوي٬ پرائمري هيلتھ کيئر سسټم قوي كولو لپاره د ټيلي ميډيسن نظام معارفي كوٶ۔ دا خبرې ده د جعمې په ورځ بېجنګ كښې “ګلوبل هيلتھ کنفرنس” ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ ده ووئيل ګرده نړۍ د 25 لكه نرسز کمي سره مخ ده٬ په ګرده نړۍ كښې نرسز او د پيراميډکس كمے ترسره كولو كښې پاكستان موثر كردار لوبولې شي۔ وفاقي وزير ووئيل د پاكستان وزيراعظم درې ورځې وړاندې د ډرګ ريګوليټري اتھارټۍ (ډريپ) د ډيجيټل نظام پرانسته كړې ده، د ميډيکل ډيوائسز رجسټريشن او د لائنسنسنګ عمل ډيجيټائز كړے شوے دے٬ دې اقدام سره به د كلونو عمل په 20 ورځو كښې ترسره شي۔ مصطفيٰ کمال ووئيل مونږ د “درملنې نه بهتر احتياط” په پاليسۍ عمل كوٶ٬ پوهان وائي چې 68 فيصده رنځونه د خيرنو اوبو په سبب خپرېږي۔ ده ووئيل مونږ د صحت نظام درست كولو نه غېر د هېواد معيشت ته ترقي نشو وركولې٬ وزيراعظم په دې وروستيو كښې په آبادۍ كښې اضافه يوه اېمرجنسي ګرځولې ده او د آبادۍ په اضافه قابو موندلو لپاره د لوړې كچې كمېټي جوړه شوې كومه چې به راتلونكو پنځو كالو لپاره كار كوي دغسې چې د دې مسئلې حل راويستلے شي۔ ده ووئيل اوس مونږ په يو قوي او د صحت په جديد بنيادي نظام كار كوٶ٬ پرائمري هيلتھ کئير سسټم قوي كولو لپاره كوټلې لائحه جوړه شوې٬ لرې پرتو سيمو كښې به د جديد ټيکنالوجۍ د لارې د صحت سهولتونه باوري كوٶ، ده ووئېل د چين په څېر هېوادونه د صحت په څانګه كښې د پاكستان مهم شراكتدار جوړېدے شي۔

مزید خبریں