اسلام آباد 25 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي اداره جاتي اصلاحات د حکومت په وړومبنۍ پام لرنه كښې شامل دي٬ د معيشت ډيجيټائزيشن، د سرکاري ادارو رائيټ سائزنګ او په حکومتي ادارو كښې په مېرټ د پوهانو د تعيناتۍ په اېجنډا عمل كوٶ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د وفاقي وزارتونو او په څانګو كښئ د تکنيکي پوهانو د تعيناتۍ او د …
اداره جاتي اصلاحات د حکومت په پام لرنه كښې شامل دي۔ وزيراعظم شهباز شريف

مزید خبریں
اسلام آباد 25 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي اداره جاتي اصلاحات د حکومت په وړومبنۍ پام لرنه كښې شامل دي٬ د معيشت ډيجيټائزيشن، د سرکاري ادارو رائيټ سائزنګ او په حکومتي ادارو كښې په مېرټ د پوهانو د تعيناتۍ په اېجنډا عمل كوٶ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د وفاقي وزارتونو او په څانګو كښئ د تکنيکي پوهانو د تعيناتۍ او د بهرنۍ سرمايه کارۍ تګلارې جوړولو او د پبلك پرائيويټ پارټنرشپ اتھارټۍ په پيشرفت د جاج اغستو غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو احسن اقبال، احد خان چيمه، اعظم نذير تارړ، د وزيراعظم سلاحكار هارون اختر او د اړوندو ادارو چارواكو ګډون وكړو ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې خپلو خبرو كښې وزيراعظم شهباز شريف ووئيل اداره جاتي اصلاحات د حکومت په وړومبو ترجيحاتو كښې شامل دي٬ د معيشت ډيجيټائزيشن، د سرکاري ادارو رائيټ سائزنګ او په حکومتي ادارو كښې په مېرټ د پوهانو د تعيناتۍ په اېجنډا عمل كوٶ٬ د پوهانو د تعيناتۍ په اړه به په مېرټ او سپېځلتيا سمجهوته د نه قبلېدو وړ وي۔ په غونډه كښې وزيراعظم ته د تکنيکي پوهانو د تعيناتۍ په حواله په پبلک پرائيويټ پارټنرشپ اتھارټۍ بريفنګ وركولو په مهال ووئيل شول تر اوسه د تکنيکي پوهانو په 15 چوكو تعيناتي شوې او په نورو 47 چوكو تعيناتي روانه ده٬ په 7 مهمو وزارتونو او څانګو كښې د چيف ايګزيکټو افسرانو، چيف فنانس افسرانو او د مينجنګ ډائريکټرز تعيناتۍ لپاره 30 كانديدان شارټ لسټ شوې دي، د پټروليم ډويژن او د نيشنل ووکيشنل اينډ ټيکنيکل ټريننګ کميشن كښې د تعيناتۍ په اړه د كانديدانو انټرويوز ابتدائي پړاٶ بشپړ شوے دے۔ وزيراعظم ته ووئيل شول په وفاقي وزارتونو كښې د سرمايه کارۍ په اړه د لائحې ترتيبولو په حواله فوکل ټيمز نامزد كړې شي٬ د سرمايه کارۍ په حواله انفارميشن ټيکنالوجي او ټيلي کام، رېلوے او د سېلګرۍ په څانګه كښې تګلارې جوړه ده٬ د سرمايه کارۍ په حواله د غذائي تحفظ ، سمندري چارو، معدنيات، سېلګرۍ٬ صنعت، هاؤسنګ او د توان په څانګو كښې په فريم ورك كار په آخري پړاٶ كښې دے، سعودي عرب، متحده عرب امارات، آذربائيجان، قطر او کويت سره د سرمايه کارۍ په اړه منصوبې مختص كولو په لړ كښې د اتلس معاشي سيکټرز پچ بکس هم جوړ كړے شوے دے۔











