اسلام آباد۔25جولائی (اے پي پي)د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي سېنېټ د پخوانۍ فاټا فعاله غږ او د حقونو محافظ دے ٬ د ضم شوو شلعو محروميو لرې كوله ته مونږ تر ټولو وړومبۍ پاملرنه كوو۔ د زيارت په ورځ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې ده د دې خيالاتو څرګندونه د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي په مشرۍ كښی د قبائلي …
قبائيلي اولس به يوازے نه پريښودلے كېږي ٬ سينيټ د پخوانۍ فاټا د حقونو محافظ دے: د سينيټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني

مزید خبریں
اسلام آباد۔25جولائی (اے پي پي)د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي سېنېټ د پخوانۍ فاټا فعاله غږ او د حقونو محافظ دے ٬ د ضم شوو شلعو محروميو لرې كوله ته مونږ تر ټولو وړومبۍ پاملرنه كوو۔ د زيارت په ورځ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې ده د دې خيالاتو څرګندونه د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي په مشرۍ كښی د قبائلي جرګې غړو سره په پارليمنټ هاؤس كښې د ملاقات په مهال وكړه۔ په قبائېلی جرګه كښې ډاکټر عالم زېب مومند، ملک خان مرجان وزیر او نور قبائلي مشران او مېلمانه شامل وو۔ پلاوي د سېنېټ چيئرمېن د پخوانۍ فاټا د ضم شوو ضلعو مسئلو په اړه خبر كړو۔ سید یوسف رضا ګیلانی قبائېلې جرګې ته باور وركړو چې قبائېلي اولس به يوازے نه پرېښودلے كېږي٬ سېنېټ د پخواڼۍ فاټا فعال غړو او د حقونو ساتونكے دے او د دې محرومو لرې كوله ته مونږ تر ټولو وړومبۍ پاملرنه كوو۔ د سېنېټ چيئرمېن د قبائېلي اولس مسئلې په فعاله ډول لوړې كچې ته په رسولو د ګورنر فېصل كريم كنډي مننه وكړه۔ ده ووئيل د قبائېلي اولس غږ زمونږ لپاره ډېر مهم دے ٬ د دوئي اندېښنې لرې كول او جائزې غوښتنې ترسره كول زيات ضروري دي۔ د دوئي د قربانۍ بدله به دوئي ته د پرمختګ ٬ روزګار ٬ زده كړو ٬ روغتيا او امن په صورت وركولې شي۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل ګرده نړۍ د امن مسئلې سره مخ ده په خاص توګه په اسلامي هېوادونو كښې د امن مسئلې راپېدا كولې شي۔ فلسطین،غزہ، کشمیر او د نړۍ يو شمېر هېوادونه د جنګ په حالت كښې دي ٬ مونږ ټولو له به نړيوال امن لپاره كار كول وي۔ ده ووئيل په دې لړ كښې ما په دې وروستيو كښې د اطاليه ښار وينس دوره وكړه۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل چې كله روسيه په افغانستان بريد وكړو نزدې 35 لكه كسان بې كوره كېدو سره پاكستان ته راغلل او دغه وخت څخه تر دې دمه دلته ژوند كوي۔ نړۍ دا خلق هير كړي دي خو مونږ دوئي دلته آباد كړي او د دوئي دلته پاتې كولو لپاره زمونږ قربانۍ نړۍ هېرې كړي دي۔ ده ووئيل د وزيراعظم په توګه ما په سوات ٬ مالاكنډ او سوئيلي وزيرستان كښې 25 لكه بې كوره كسان په 90 ورځو كښې د هغوي خپلو كورونو ته منتقل كړي وو۔ ده ووئيل ملاله يوسف زئي ته ما د امن ايوارډ خپل دفتر كښې وركرو او دغې څخه وروستو ملاله یوسف زئی ته د نړۍ د امن لويې ايوارډ نوبل ايوارډ وركړے شو۔ ده ووئيل زما كورنۍ او تحريك پاكستان او پاكستان جوړولو له قائداعظم سره په ګډه كار كړے۔ ده ووئيل د پاكستان د جوړېدو تحريك به كله هم سر ته رسېدلے نه ؤ كه قبائېلي اولس زمونږ مرسته نه وه كړې۔ ده ووئيل شهید ذوالفقار علی بھټو او محترمه بېنظير بھټو امن لپاره ډېر كار كړے۔ ده ووئيل اېن اېف سي ايوارډ ما پېل كړے ؤ۔ ده په دې خبره زور راوړو چې ضم شوې ضلعې به يوازې په انتظامي توګه نه بلكلې په عملي ٬ معاشي او سياسي توګه هم قامي چوكاټ كښې شاملولې شي۔ په دې موقعه د جرګې مشرانو ملک خان مرجان وزیر او ډاکټر عالم زیب مومند چيئرمېن ته ووئيل د پاكستان جوړولو كښې زمونږ خذمات ډېر مهم دي خو د بده مرغه 77 كاله تېرېدو باوجود زمونږ سيمې نظر انداز كړې شوي دي۔ دوئي ووئيل شهید ذوالفقار علی بھټو زمونږ سيمو لپاره ډېر كار كړے ؤ او هيله لرؤ چې د سېنېټ چييئرمېن به د شهيد ذوالفقار علي بھټو مشن مخ په وړاندې بوځي۔ دوئي ووئيل مونږ ته په اېن اېف سي ايوارډ كښې د 100 اربه روپو راكولو خبره شوې وه كوم چې د 300 اربو روپو څخه هم زيات رقم ؤ خو د بده مرغه مونږ ته دغه 100 اربه روپۍ رانه كړې شوې۔ دغسې د كال 26 اربه روپو د اے ډي پي په مد كښې د راكولو لوظ هم شوے ؤ كومې چې هم نه دې ترلاسه شوي ۔ ګورنر ووئيل د سرتاج عزیز په مشرۍ كښې د كمېټۍ سفارشات ل مخې اېن اېف سي ايوارډ څخه چې د 3 فيصده برخې پخوانۍ فاټا لپاره د بېلولو لوظ شوے ؤ هغه تر دې دمه نه دې نافذ كړے شوے۔ ده ووئيل د اووم اېن اېف سي ايوارډ له مخې د ضم شوو سيمو آبادي 13 فیصد نه 17.1 فیصد ته رسېدلې چرته چې د بې وزلۍ شرح تر اندېښمن حد زياته شوې ده۔ د دې ټولو جغرافيائي او معاشي بدلونونو باوجود د پخوانۍ فاټا اولس ته د اېن اېف سي لاندې د هغوي جائز او آئيني حقونه نه دي وركړې شوي او د دې د لاسه د اولس ژوند اغېزمن كيږي۔ ګورنر غوښتنه وكړه جې د پخوانۍ فاټا اولس ته دې د قامي مالياتي كمېشن د فرېم ورك لاندې د دوئي بشپړ او آئيني حق وركړے شي۔ دغسې چې په دې سيمو كښی تلپاتې پرمختګ ٬ د بنيادي آسانيو رسنه او د اولس سوكالي باوري كړې شي۔











