واشنګټن ډی سی۔25جولائی(اے پی پی) د پاکستان نائب وزیراعظم او خارجه وزیر سېنېټر اسحاق ډارب تېره شپه واشنګټن ډي سي ته ورسېد چرته چې هغه ته په امريكا كښې د پاكستان سفير رضوان سعيد شېخ او د سفارتخانې نورو اعلی چارواكو هركلې ووې۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم او خارجه وزير به نن د جمعې په ورځ امريكائي خارجه وزير ماركو روبيو …
نائب وزیراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار واشنګټن ډي سي ته ورسيد ٬ امريكائي خارجه وزير سره ملاقات ٬ تھنك ټينك ته به خطاب كوي

مزید خبریں
واشنګټن ډی سی۔25جولائی(اے پی پی) د پاکستان نائب وزیراعظم او خارجه وزیر سېنېټر اسحاق ډارب تېره شپه واشنګټن ډي سي ته ورسېد چرته چې هغه ته په امريكا كښې د پاكستان سفير رضوان سعيد شېخ او د سفارتخانې نورو اعلی چارواكو هركلې ووې۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم او خارجه وزير به نن د جمعې په ورځ امريكائي خارجه وزير ماركو روبيو سره ملاقات كوي۔ په ملاقات كښې به د پاك امريكا اړيكو په مهمو اړخونو د خيالاتو څرګندونه كولې شي په كومو كښې به چې د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارت ٬ سرمايه كارۍ او معاشي همكارۍ ته د ودې وركولو تګلارو ته خصوصي پاملرنه كولې شي۔ دې سره سره خارجه وزير اسحاق ډار به د امریکائي تھنک ټېنک’’دی اټلانټک کونسل‘‘ ته خطاب هم كوي په كوم كښې به چې هغه د سيمه ايزو او نړيوالو مسئلو او د پاكستان امريكا اړيكو سباؤن حوالې سره د پاكستان نقطه نظر وړاندې كوي۔











