اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) د پاکستان خارجه پاليسۍ پام سوله ايزې سفارتكارۍ٬ سيمه ايز استحكام او ګڼ اړخيز توب ته ګرځولے شوے دے٬ پاكستان د بدلېدونكو جيو پوليټيکل چيلنجز تر مېنځه په نړيواله كچه مصروف دے ٬ د دې خيالاتو څرګندونه د خارجه دفتر وياند د زيارت په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال وكړه ۔ ده ووئيل د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار …
د پاکستان خارجه پاليسي پام سوله ايزې سفارتكارۍ٬ سيمه ايز استحكام ته ګرځولے شوے ۔ د خارجه دفتر وياند

مزید خبریں
اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) د پاکستان خارجه پاليسۍ پام سوله ايزې سفارتكارۍ٬ سيمه ايز استحكام او ګڼ اړخيز توب ته ګرځولے شوے دے٬ پاكستان د بدلېدونكو جيو پوليټيکل چيلنجز تر مېنځه په نړيواله كچه مصروف دے ٬ د دې خيالاتو څرګندونه د خارجه دفتر وياند د زيارت په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال وكړه ۔ ده ووئيل د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل كليدي دستورې٬ مباحثې او د لوړې كچې فورمز د تل پاتي حل طلب شخړو د سوله ايز حل د لارې نړيوال امن او سلامتيا ته د ودې وركولو په ضرورت زور راوړي، د مظلومو فلسطينيانو د غېر مشروط مرستې او د سمدستي جنګۍ بندۍ سره سره د فلسطين او د هند په غېر قانوني تسلط لاندې د جمو و كشمير شخړه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د حل كولو په ضرورت زور راوړي ٬ په غزه او سوريه كښې مسلسل د اسرائيل د جارحيت غندنه كوي، وياند زياته كړه دا هلې ځلې پرمختګ كوٶنكو هېوادونو لپاره د تل پاتي پرمختيائي هدفونو سر كولو لپاره د يو سپېځلي او جامع نړيوال مالياتي نظام وكالت كوي ٬ د پاك۔امريکا په خبرو كښې د جمو و كشمير او سندھ طاس لوظنامه د پاكستان د سفارتي اېجندې محور دے، نائب وزيراعظم اسحاق ډار د امريكې خارجه وزير ماركو روبيو سره په ملاقات كښې به په دې خبرې كړې۔ د بريفنګ په مهال ده په هېواد كښې په دې وروستيو كښې په سفارتي هلو ځلو جامع جائزه وراندې كولو سره د پاکستان ګڼ اړخيزه نظام، امن او د نړيوالې مرستې د قوي عزم ذكر وكرو ۔ شفقت علي خان د امريکا د موجوده دورې په مهال د نائب وزيراعظم سينيټر اسحاق ډار د لوړې كچې مصروفياتو تفصيل هم وړاندې كړو كوم چې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل (يو اېن اېس سي) د مشرۍ په مهال تر سره شوي۔ وياند ووئيل خارجه وزير اسحق ډار په نيويارك كښې د يو اېن اېس سي د مهمو غونډو مشري كړې چې پكښې د “اعلٰې كچ اوپن ډائيلاګ٬ ګڼ اړخيزتوب او د شخړو د سوله ايز حل د لارې نړيوال امن او سلامتيا ته وده” وركول شامل وو۔











