صدر مملکت آصف علي زرداري په مستونګ كښې د درېو ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې

اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د بلوچستان په مستونګ ضلع كښې د فتنه الهند په ضد په استخبارات اډانه عملياتو كښې د درېو ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د زيارت په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت په عملياتو كښې شهيد شوي ميجر زياد سليم اول او سپاهي ناظم حسېن …

اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د بلوچستان په مستونګ ضلع كښې د فتنه الهند په ضد په استخبارات اډانه عملياتو كښې د درېو ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د زيارت په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت په عملياتو كښې شهيد شوي ميجر زياد سليم اول او سپاهي ناظم حسېن ته پېرزوئنې او د دوي قربانۍ ته سلام وكړو ۔ ده ووئيل دواړو شهيدانو د مورني هېواد دفاع لپاره خپل ځانونه قربانولو سره د مړانې نوې مثال جوړ كړو ۔ صدر مملکت د شهيدانو كورنيو سره د يووالي څرګندونه كولو سره د شهيدانو لورو درجو لپاره دعا وكړه۔ ده ووئيل د امنيتي ځواكونو قربانۍ به عبث نه ځي٬ قام به تل د خپلو شهيدانو قربانۍ يادې ساتي۔ صدر مملکت آصف علي زرداري ووئيل د هند سرپرستي لرونكو ترهګرو تر خاتمې به عمليات روان وي۔ صدر مملکت ووئيل قام د ترهګرۍ خاتمې لپاره خپلو ځواكونو سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔

مزید خبریں