اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي )د سمندري چارو وفاقي وزير محمد جنيد انوار چوهدري وئېلي دي د نېشنل شپنګ كارپورېشن او چين شيډونګ ژين ډلې ترمينځه د مفاهمت په يادښت(ايم او يو)لاس ليك نه پس د پاكستان شپنګ سيكټر يو لويې بدلون لپاره تيار دے۔وفاقي وزير د دې خيالاتو څرګندونه د پي اين اېس سي سي اي او او شيډنګ ډلې كارپورېشن چيئرمېن ترمينځه د ايم او يو …
پاكستان شپنګ سيكټر لويې بدلون لپاره تيار دے٬د سمندري چارو وفاقي وزير نېشنل شپنګ كارپورېشن او د چين شيډ ونګ ژين ډلې ترمينځه د مفاهمت په يادښت د لاس ليك په موقع خطاب

مزید خبریں
اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي )د سمندري چارو وفاقي وزير محمد جنيد انوار چوهدري وئېلي دي د نېشنل شپنګ كارپورېشن او چين شيډونګ ژين ډلې ترمينځه د مفاهمت په يادښت(ايم او يو)لاس ليك نه پس د پاكستان شپنګ سيكټر يو لويې بدلون لپاره تيار دے۔وفاقي وزير د دې خيالاتو څرګندونه د پي اين اېس سي سي اي او او شيډنګ ډلې كارپورېشن چيئرمېن ترمينځه د ايم او يو لاس ليك دستورې ته خطاب كولو په مهال كړی۔ده ووئيل په دې ايم او يوز لاس ليك د پاكستان او چين ترمينځه د ميري ټائم ډومين كښې د زياتې شوې شراكتدارۍ علامت دے كومې څخه چې به پاكستان شپنګ انډسټري كښې سباؤن له مرستې٬سرمايه كارۍ او پرمختګ له لاره هواره شي۔ده په دې خبره زور راوړو چې دا مرسته به سيمه ايز تجارت ته وده وركړي٬روابط كښې به اضافه وكړي او شريكه مرسته او د شريك اقتصادي اهداف لارې به نړيوال سمندري صنعت كښې د پاكستان كردار قوي كړي۔وفاقي وزير ووئيل دا ايم او يو د دواړو هېوادونو ترمينځه د شريك باور او مرستې يو فريم ورك جوړوي د كوم مقصد چې تجارتي ګټې ترلاسه كول او د پكستان سمندري څانګې كښې سرمايه كارۍ لپاره ساز ګار حالات راپېدا كول دي۔








