اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټۍ سينيټر پلوشه خان بلوچستان كښې د مېرمنې د قتل غندنه كولو سره وئيلي دي چئيرمين بلاول بھټو زرداري د ټولو نه وړاندې د دې پېښې عندنه كړې وه٬ په باران كښې د شوو زيانونو ازالې لپاره دې د كروندګرو ډاډ ګېرنه وكړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د زيارت په ورځ سينيټر قرۃ العين مري او د ګوند …
پاکستان پيپلز پارټي بلوچستان كښې د مېرمنې د قتل غندنه كوي۔ سينټر پلوشه خان

مزید خبریں
اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټۍ سينيټر پلوشه خان بلوچستان كښې د مېرمنې د قتل غندنه كولو سره وئيلي دي چئيرمين بلاول بھټو زرداري د ټولو نه وړاندې د دې پېښې عندنه كړې وه٬ په باران كښې د شوو زيانونو ازالې لپاره دې د كروندګرو ډاډ ګېرنه وكړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د زيارت په ورځ سينيټر قرۃ العين مري او د ګوند مشرانو سره د پرېس كفنرنس په مهال كړې۔ دې ووئيل په سندھ كښې د يوې اوښې د ښپې پرې كولو غږ پورته شوے ٬ دې ووئيل پاکستان پيپلز پارټي په بلوچستان كښې د دوو انسانو په قتل غلې نه پاتې كېږي۔ دې ووئيل اورېدلې مې دي چې پي ټي آئي په 5م اګست په مينار پاكستان جلسه كوي خو مونږ غواړو چې ھغوي د 9 مئي ماحول بيا پېدا نه كړي۔ پلوشه خان زياته كړه چې په خېبرپښتونخوا كښې اے پي سي رابللې شوې ده خو نور ګوندونه په كښې نه دي رابللې شوي ٬ دې ووئيل د ډي چوك څخه تخښتېدونكې به مينار پاكستان څخه هم وتخښتي۔ پلوشه خان ووئيل كوم ځاے هم چې بارانونو زيان كړے د سيمې د كروندګرو د زيان دې ازاله وكړې شي۔ دې حكومت ته غږ وكړو چې د زيان سبب جوړېدونكو هاوسنګ سوسائټو په ضد دې كاروائي وكړې شي دغسې چې په سباون كښې د انسانانو او د قېمتي املاك تحفظ وكړے شي۔








