ډھاکه 24 جولائي (اے پي پي) د ايشين کرکټ کونسل (اے سي سي) صدر محسن نقوي په بنګله ديش كښې په دې وروستو كښې فضائي پېښه كښې په قېمتي ځاني زيان د غم دړد څرګندونه كړې ده٬ په ډهاكه كښې د اے سي سي غړو په درناوي كښې د خاص دستورې په مهال ده ووئيل په دغه ناوړه فضائي پېښه كښې د حق رسېدليو كورنيو٬ د بنګله دېشن حكومت او …
محسن نقوي په بنګله ديش كښې په دې وروستو كښې فضائي پېښه كښې په قېمتي ځاني زيان د غم دړد څرګندونه وكړه

مزید خبریں
ډھاکه 24 جولائي (اے پي پي) د ايشين کرکټ کونسل (اے سي سي) صدر محسن نقوي په بنګله ديش كښې په دې وروستو كښې فضائي پېښه كښې په قېمتي ځاني زيان د غم دړد څرګندونه كړې ده٬ په ډهاكه كښې د اے سي سي غړو په درناوي كښې د خاص دستورې په مهال ده ووئيل په دغه ناوړه فضائي پېښه كښې د حق رسېدليو كورنيو٬ د بنګله دېشن حكومت او اولس سره همدردي او غمرازي لرٶ٬ زمونږ دعاګانې او همدردۍ ځپلو كورنيو لپاره دي۔ په دې موقع محسن نقوي د بنګله ديش کرکټ بورډ ته په دې وروستيو كښې د سيريز په كاميابۍ مباركي هم وركړه۔ ده په دې خبره د خوشحالۍ څرګندونه وكړه چې د اېشن كركټ كونسل عمومي كلنه غونډه په وړومبي ځل په ډهاكه كښې كېږي او زياتره غړي دا مهال په ډهاكه كښې موجود دي۔ محسن نقوي د بنګله ديش کرکټ بورډ چيئرمېن امين السلام په غوره انتظامات او مېلمستيا او په غونډه كښې د ګډون كوٶنكو هم مننه وكړه۔








