اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ حلقه اېن اے 175 مظفرګړھ كښې د ضمني ټاكنو لپاره د نامزدګۍ كاغذونو جمع كولو سلسله به جمعې ورځ تر 25 جولائي روانه وي٬ پولنګ به په لسم ستمبر كېږي۔ د الېكشن كمېشن لخوا د جاري شېډول له مخې دا چوكۍ د جمشيد دستي د نااهلۍ په سبب خالي شوې ده٬ د شېډول له مخې ابتدائي فهرست به په 26 …
د قامي اسمبلۍ حلقه اېن اے 175 مظفرګړھ كښې د ضمني ټاكنو لپاره د نامزدګۍ كاغذونو جمع كول به تر جمعې ورځې دوام لري

مزید خبریں
اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ حلقه اېن اے 175 مظفرګړھ كښې د ضمني ټاكنو لپاره د نامزدګۍ كاغذونو جمع كولو سلسله به جمعې ورځ تر 25 جولائي روانه وي٬ پولنګ به په لسم ستمبر كېږي۔ د الېكشن كمېشن لخوا د جاري شېډول له مخې دا چوكۍ د جمشيد دستي د نااهلۍ په سبب خالي شوې ده٬ د شېډول له مخې ابتدائي فهرست به په 26 جولائي خپرېږي٬ د نامزدګۍ كاغذونو جانچ پړتال به د اګست تر وړومبئ ورځې كېږي٬ د نامزدګۍ كاغذونو منظورۍ يا مسترد كېدو په ضد اپيلونه به تر 05م اګست كېدې شي او د اپيلټ ټربيونل لخوا به تر 12 اګست دا اپيلونه ترسره كولې شي٬ نظر ثاني شوے فهرست به په 13م اګست او كاغذونه بېرته اخستل به تر 15 اګست دغسې انتخابي نشانونه به په 16م اګست وركولې شي او پولنګ به په لسم ستمبر كېږي۔








