اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال زور راوړے دے چې هېواد څخه د ترهګرۍ او انتها خوښۍ خاتمې لپاره دې يو جامع، تعميري او متفقه قامي بيانيه جوړه كړې شي او كړكېچنو او د لرې پرتو سيمو ځوانانو ته د عزت روزګار وركول دې په هنګامي بنيادونو باوري كړے شي دغسې چې دوي د شدت پسندۍ اثرات څخه محفوظ شي۔ …
د وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې د معاشرتي او سياسي اصلاحات لپاره د ايپکس کميټۍ غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال زور راوړے دے چې هېواد څخه د ترهګرۍ او انتها خوښۍ خاتمې لپاره دې يو جامع، تعميري او متفقه قامي بيانيه جوړه كړې شي او كړكېچنو او د لرې پرتو سيمو ځوانانو ته د عزت روزګار وركول دې په هنګامي بنيادونو باوري كړے شي دغسې چې دوي د شدت پسندۍ اثرات څخه محفوظ شي۔ د وزيراعظم په هدايات د معاشرتي او سياسي اصلاحات لپاره د ايپکس کميټۍ د سټيرنګ کميټۍ پنځمه غونډه د شورو په ورځ د احسن اقبال په مشرۍ كښې وشوه ۔ په غونډه كښې د صوبائي حكومتونو٬ نېكټا٬ د اطلاعات او خپرونو وزارت٬ د قانون وزارت٬ د پېمرا٬ اېچ اي سي او د منصوبه بندۍ وازارت چارواكو ګډون وكړو ۔ په دې موقع وفاقي وزير د تېرې غونډې په پرېكړو د عملدرآمد جاج واغست او د سباٶن په لائحه تفصيلي خبرې وشوې








