د وزيراعظم خاص مرستيال رانا احسان افضل خان سره د مصر سفير وليدل

اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) تجارت لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال رانا احسان افضل خان سره په پاکستان كښې د مصر سفير ډاکټر ايهاب عبدالحميد حسن ليدلي دي ۔ د شورو په ورځ د تجارت وزارت لخوا د جاري خبر پاڼې له مخئ په دې موقع د پاکستان او مصر ترمېنځه د دوه اړخيزه تجارت په زياتولو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ د مصر سفير ووئيل د پاکستان …

اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) تجارت لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال رانا احسان افضل خان سره په پاکستان كښې د مصر سفير ډاکټر ايهاب عبدالحميد حسن ليدلي دي ۔ د شورو په ورځ د تجارت وزارت لخوا د جاري خبر پاڼې له مخئ په دې موقع د پاکستان او مصر ترمېنځه د دوه اړخيزه تجارت په زياتولو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ د مصر سفير ووئيل د پاکستان او مصر تر مينځه په اجتماعي توګه د نړيوالې اسلامي آبادۍ د ځانګړې برخې نمائندګي لرلو باوجود د تجارت موجوده حجم كم دے۔ په دې موقع د اړوندو چارو پشمول په يو شمېر بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔

مزید خبریں