د ګوادر پرمختګ لپاره به د چين او ځائي شراكتدارۍ ته وده وركوٶ۔وفاقي وزير جنيد انوار چوهدري

اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) د سمندري چارو وفاقي وزير جنېد انوار چوهدري وئيلي دي د ګوادر پرمختګ لپاره به د چين او ځائي شراكتدارۍ ته وده وركوٶ٬ په ګوادر كښې به د ځائي وسائلو د لارې اقتصادي موقعې راپېدا كوٶ۔ د شورو په ورځ د جاري خبر پاڼې له مخې جنيد انوار چوهدري دا خبرې د ګوادر پرېس پلاوي سره كړې چا چې دوي سره په اسلام …

اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) د سمندري چارو وفاقي وزير جنېد انوار چوهدري وئيلي دي د ګوادر پرمختګ لپاره به د چين او ځائي شراكتدارۍ ته وده وركوٶ٬ په ګوادر كښې به د ځائي وسائلو د لارې اقتصادي موقعې راپېدا كوٶ۔ د شورو په ورځ د جاري خبر پاڼې له مخې جنيد انوار چوهدري دا خبرې د ګوادر پرېس پلاوي سره كړې چا چې دوي سره په اسلام آباد كښې وليدل۔ په دې موقع د اړوندو چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د ملاقات په مهال وفاقي وزير جنيد انوار چوهدري ګوادر ګرېن جوړولو لپاره د کميونټي شجرکارۍ په كمپائن زور راوړو۔ وفاقي وزير اولس ته په هر كور كښې د يو بوټي نالولو ماحول دوسته غږ هم وكړو ۔

مزید خبریں