پېښور ۔ 06 جولائی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د پښتون يوتھ پارليمنټ پلاوي د شاہ حسېن همدرد په مشرۍ كښې په ګورنر هاؤس پېښور كښې ملاقات وكړو۔ د پیپلز ګوند ډویژنل صدر مصباح الدین هم په دې موقع موجود ؤ۔ د ملاقات په مهال پلاوي صوبې ته د پیښو چېلنجونو٬ تعليم ٬ روزګار او د ځوانانو كردار سره د اړوندو چارو په اړه …
ګورنر فيصل كريم كنډي سره د پښتون یوتھ پارلیمنټ پلاوي ملاقات

مزید خبریں
پېښور ۔ 06 جولائی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د پښتون يوتھ پارليمنټ پلاوي د شاہ حسېن همدرد په مشرۍ كښې په ګورنر هاؤس پېښور كښې ملاقات وكړو۔ د پیپلز ګوند ډویژنل صدر مصباح الدین هم په دې موقع موجود ؤ۔ د ملاقات په مهال پلاوي صوبې ته د پیښو چېلنجونو٬ تعليم ٬ روزګار او د ځوانانو كردار سره د اړوندو چارو په اړه ګورنر خبر كړو۔ ګورنر فېصل کریم کنډی ووئيل ځوانان د قام قيمتي اثاثه دي ٬ هغوي ته په مثبت لوري مخ په وړاندې تللو له موقعې وركول زمونږ لومړۍ ترجيح ده۔ ده ووئيل د یوتھ پارلیمنټ په څير فورمز د ځوانانو صلاحيتونه رامخې ته كولو او د هغوي مسئلې حل كولو كښې مهم كردار ترسره كوي٬ د دوئي خيالاتو او وړاندېزونو ته د قدر په سترګه كتلې شي۔ ګورنر ځوانانو ته د صوبې په تعمير او پرمختګ كښې د بشپړ كردار ترسره كولو تلقين كولو سره ووئيل ګورنر هاؤس دوئي لپاره پرانستې دې او د ځوانانو لارښودنې او مرستې له به هره ممكنه مرسته كولې شي۔ د پلاوي مشر د ګورنر مننه كولو سره د ځوانانو د مسئلو په اورېدو او ددې د حل كولو باور په وركولو د اطمينان څرګندونه وكړه۔










