
ملاكنډ 04جولائی(اے پی پی)د وزيراعظم شهباز شريف خاص صلاحكار اختيار ولي خان د سوات په پېښه د كے پي كے وزيراعلٰی علي امين ګنډا پور څخه په سمدستي توګه د استعفٰی غوښتنه وكړه۔ده ووئيل د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی د كرسۍ څلورو خپو كښې يوه ماته شوې ٬ هغه دې اوس خپله چوكۍ بچ كړي۔ده ووئيل كه چرې په صوبه كښې حكومت ختم شو نو مسلم ليګ(ن) به حكومت جوړولو سره صوبه بيا د پرمختګ په لاره روانه كړي۔د دې خيالاتو خرګندونه ده د جمعې په ورځ ملاكنډ كښې د يونس خان په هجره كښې د مسلم ليګ(ن)وركرز كنونشن ته د خطاب كولو په مهال وكړه ۔ده ووئيل پي ټي آئي د 12 كلونو په اقتدار كښې كوم سكول٬كالج يا يونيورسټي جوړه نه كړه ٬تاسو اوويې كوم پرمختګ شوے دے؟۔عمران خان هوائي مېدان٬ګوادر٬سي پیك او سټيټ بانك آئي ايم ايف سره ګروه كړي ۔ده ووئيل پنځوس لكه كورونه چرته جوړ كړے شول ۔ده ووئيل د پي ټي آئي پخواني حكومت د آئي ايم اېف پورونه زيات كړي۔ د خېبرپښتونخوا په زرګونو صوبه په اربونو روپو مقروض ده۔د صوبې په يونيورسټو كښې 18 يونيورسټۍ بندې دي۔ده ووئيل نواز شريف هېواد ته پرمختګ وركوي هغه موټرويز جوړ كړي٬اختيار ولي خان د مسلم ليګ(ن)ټولو تنظيمونو جوړولو لپاره اجازه وركولو كښې ووئېل د نن څخه په هره سيمه كښې د مسلم ليګ(ن)تنظيمونو جوړولو كار پیل كړی۔په دې موقع یونس خان، عزیز خان،ریاض خان،شیر محمد،مختیار خان،نعیم خان،ندیم خان،واصف خان،ظاہر شاہ خان،پیر احمد شاہ خان،وهاب خان،عمر شاہ،فضل نصیر،جان اللہ خان،فیاض شاہ،امیر رحمان،رسول سلیم ګل،خان،فیاض شاہ،لطیف اللہ،سجاد خان،سلیم ګل،قسری مطیع اللہ او اسلام اللہ نه علاوه نور كاركنانو ګډون وكړو