خيبر پښتونخوا پوليس په سنګينو جرمونو كښې د ككړو تورنو د سرونو قيمتونه اعلان كړل

پېښور ۔ 04 جولائی (اے پی پی) خيبر پښتونخوا پوليس په سنګينو جرمونو كښې د ككړو تورنو د سرونو قيمتونه مقرر كړي دي۔ پوليس له مخې د كومو تورنو د سرونو قيمتونه چې مقرر كړے شوي په هغوي كښی ساجد عرف آدم خان، لال شیر عرف لالے جان شیر او ممتاز عرف ممتازے شامل دي ۔ پوليس چارواكو وئيلي دي د هر يو مطلوب كس د سر قيمت 50 لكه روپۍ مقرر كړے شوے كوم لپاره چې صوبائي حكومت په باقاعده توګه د روپو بېلولو منظوري هم وركړې ده۔ د خېبر پښتونخوا پولیس اولس ته غږ كړے چې هغه د جرائم پېشه عناصرو په ګوته كولو كښې مرسته وكړي