کراچۍ كښې د استوګنې پنځه منزله وداني وغورځېده٬ څلور كسان مړه٬ شپږ ژوبل

کراچۍ 04 جولائي (اے پي پي) د لياري په بغدادي سيمه كښې د جمعې په ورځ د استوګنې پنځه منزله وداني غورځېدلې چې په نتيجه كښې ئې څلور كسان مړه او شپږ ژوبل شول ٬ د رېسکيو اهلکارو له مخئ د ملبې څخه د لږ نه لږ څلور مړي او شپږ ژوبل شوي كسان رېسكيو كړې شول او په ملبه كښې د نورو كسانو د پاتي كېدو اندېښه ده٬ تر …

کراچۍ 04 جولائي (اے پي پي) د لياري په بغدادي سيمه كښې د جمعې په ورځ د استوګنې پنځه منزله وداني غورځېدلې چې په نتيجه كښې ئې څلور كسان مړه او شپږ ژوبل شول ٬ د رېسکيو اهلکارو له مخئ د ملبې څخه د لږ نه لږ څلور مړي او شپږ ژوبل شوي كسان رېسكيو كړې شول او په ملبه كښې د نورو كسانو د پاتي كېدو اندېښه ده٬ تر دې دمه رېسكيو عمليات روان دي٬ په ودانۍ كښې شپږ كورنۍ اوسېدې چې پكښې زياتره كسانو د لاندې راتللو اطلاع ده۔ د روغتون ذريعو له مخې روغتون ته څلور مړي او شپږ ژوبل شوي كسان رارسولې شوي چې پكښې د يوې مېرمن حالت اندېښمن دے۔

مزید خبریں