د موسمياتي بدلون په اړه د نوي كول كردار د اهميت وړ دے ۔ ګورنر فيصل كريم كنډي

پېښور 04 جولائي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي وئيلي دي د موسمياتي بدلون په اړه د نوي كول كردار د اهميت وړ دے٬ په دې لړ كښې په شعور بېدارولو كښې به ګورنر هاٶس بشپړ كردار لوبوي۔ د ګورنر هاٶس لخوا د جاري تفصيلات له مخې دا خبره ده د صوبې نيشنل يوتھ کونسل پلاوي سره په خبرو كښې وكړه ٬ د پلاوي مشري طارق شاه كوله ٬٬په پلاوي كښې فرشته نور، شاهد خان، فاطمه فراز، بشري آفريدۍ شامل وو۔ د ملاقات په مهال د اړوندو چارو پشمول په يو شمېر نورو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔