
پېښور 03 جولائي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي د ليډي ريډنګ هسپتال پیښور دوره كړې او هلته ئې د باجوړ په پېښه كښې د ژوبل شوو كسانو تپوس پوښتنه او ملاقات وكړو۔ ګورنر د ژوبل شوو د درملنې جاج واخست۔ ده ووئيل ژوبل شوو كسانو ته د درملنې هر ډول ممكن سهولتونه وركړئ ۔ په دې موقع ګورنر د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره د نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔