
پېښور 02 جولائي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي د ضلع باجوړ په خار تحصيل كښې د چاٶدنې غندنه كولو سره په چاودنه كښې د ناٶګئۍ د اسسټنټ کمشنر فېصل سلطان او تحصيلدار عبدالوكيل او دوه پوليس اهلكارو په شهادت د افسوس څرګندونه كولو سره غمژنو كورنيو سره د يووالي څرګندونه كړې ده ۔ د شورو په ورځ د غندنې خپل بيان كښې ګورنر په پېښه كښې د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره هم دعا وكړه۔ ګورنر ووئيل د غمژنو كورنيو په غم كښې برابر شريك يو۔ ده ووئيل بې ګناه وګړې په نخښه كوٶنكي ترهګر د انسانيت دښمنان دي