بارباډوس۔24 جون (اے پي پي) د وسټ انډېز مېرمنو كركټ ډلې په درېم او وروستي ټي ټوئنټي مېچ كښې د سوئېلې افرقې ډلې له په 6 وكټونو ماتې وركولو سره د دريو مېچونو سېريز د 1۔2 په ترتيب سره وګټلو۔ د كوربه وېسټ انډېز ډلې كپتانې هيلې ميتهيوز په غوره لوبه كولو د مېچ او سېريز ښه لوبغاړې وګرځولې شوه۔ د سوئېلې افريقې خلاف هغې 65 رنز جوړ كړل او …
د وېسټ انِديز مېرمنو ډلې د سوئېلې افرېقې ډلې له په درېم او وروستي ټي ټوئنټي كركټ مېچ كښې په 6 وكټونو ماتې وركولو سره سېريز وګټلو

مزید خبریں
بارباډوس۔24 جون (اے پي پي) د وسټ انډېز مېرمنو كركټ ډلې په درېم او وروستي ټي ټوئنټي مېچ كښې د سوئېلې افرقې ډلې له په 6 وكټونو ماتې وركولو سره د دريو مېچونو سېريز د 1۔2 په ترتيب سره وګټلو۔ د كوربه وېسټ انډېز ډلې كپتانې هيلې ميتهيوز په غوره لوبه كولو د مېچ او سېريز ښه لوبغاړې وګرځولې شوه۔ د سوئېلې افريقې خلاف هغې 65 رنز جوړ كړل او خپلې ډلې له يې بريا وركړه ۔ كوربه ډلې د 148 رنز هدف په 3۔18 اوور كښې د 4 وكټونو په زيان سر كړو۔ په دې وروستي او دريم ټي ټونټي مېچ كښې آسټرېليا د ټاس په ګټلو پخپله د بېتنګ كولو پرېكړه وكړه او په 20 اوورز كښې يې د 6 وكټو په زيان 147 رنز جوړ كړل دغسې د مېلمه ډلې بازمياني سمېټ 59 رنز جوړ كړل او آوټ نشوه۔ دغسې كوربه ډلې دا هدف په 3۔18 اوورز كښې په سر كولو د مېرمنو كركټ د ټي ټونټي دا سېريز پخپله نامه كړو۔








