د پاكستان فټبال فيډېشن صدر محسن ګيلاني ميامي كښې په فيفا ايګزيكټو سمټ 2025 كښې ګډون

اسلام آباد 20 جون(اے پي پي) د پاكستان فټبال فيډرېشن صدر محسن ګيلاني په ميامي كښې كېدونكي فيفا ايګزيكټو سمټ 2025 كښې ګډون كړے او د نړيوال فټبال مشرتابه سره يې ملاقاتونه كړي۔د فيفا جنرل سيكټري ماتيس ګرافسټروم ملاقات كښې پاكستان كښې د فټبال ودې لپاره د مرستې باور وركړو ۔هغه د فيفا لخوا د پاكستان فټبال فيډرېشن سره د نزدې شراكتدارۍ د عزم پخلے وكړو دغسې چې د لوبو په ميدان كښې ښه والے راوستلے شي۔محسن ګيلاني د فيفا ګلوبل چيف آف فټبال آرسين وينګر سره هم ملاقات وكړو ۔په ملاقات كښې د پاكستان لپاره خاص تكنيكي پرمختيائي پروګرامز٬كوچنګ او يوتھ فټبال په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔د دې نه علاوه صدر د پي ايف ايف ايشين فټبال كنفيډرېشن صدر او د فيفا سينئر نائب صدر شيخ سلمان بن ابراهيم الخليفه سره هم ملاقات وكړو۔په ملاقات كښې په منطقه كښې په مرسته او پاكستان كښې د ګراس روټ او ډيولپمنټ لپاره د اے ايف سي په تكنيكي مرسته خبرې وشوې ۔ د فيفا سمټ په موقع محسن ګيلاني د سري لنكا فټبال فيډرېشن صدر جسور عمر او د بهوټان فټبال فيډرېشن جنر سېكرټري اوګين وانګچک سره هم ملاقات او خبرې وكړې