لاهور۔21مئی (اے پي پي ) د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) سلیکشن کمیټۍ د بنګلہ دیش خلاف په دريو میچونو مشتمل هوم ټي ټونټي سیریز لپاره 16 كسيزه قامي لوبډله اعلان کرې ده ۔ آل راونډر سلمان علی آغا کپتان برقرار ساتلے شوے او شاداب خان نائب کپتان مقرر کړے شوے ۔ دا سیریز د لاهور په قذافي سټیډیم كښې كېږي ۔ د بنګله دیش خلاف د دريو میچونو د هوم ټي ټونټي سیریز شیډول اعلان به په يو څو ورځو كښې اوشي ۔ د ډلې انتخاب په روان ایچ بي ایل پي ایس ایل 10 كښې د لوبغاړو د کارکردګۍ په بنیاد شوے دے ، كوم چې په 25 مئی تر سره كېږي۔ د وياند پي سي بي تر مخه 16 كسيز سکواډ كښې سلمان علی آغا (کپتان)، شاداب خان (نائب کپتان)، ابرار احمد، فهیم اشرف، فخر زمان، حارث روف، حسن علی، حسن نواز، حسین طلعت، خوشدل شاہ، محمد حارث (وکټ کیپر)، محمد وسیم جونیئر، محمد عرفان خان، نسیم شاہ، صاحبزادہ فرحان (وکټ کیپر) اور صائم ایوب شامل دي ۔