جسټس محمد اعجاز سواتي د بلوچستان هائي كورټ چيف جسټس سوګند پورته كړو

كوئټه 20 مئی(اے پی پی)جسټس محمد اعجاز سواتي د بلوچستان هائي كورټ چيف جسټس چوكۍ سوګند پورته كړو۔سوګند پورته كولو دستوره د نهې په ورځ په ګورنر هاؤس كوئټه كښې وشوه چې پكښې لنډ مهاله چيف جسټس محمد اعجاز سواتي د بلوچستان هائي كورټ مستقل چيف جسټس چوكۍ سوګند پورته كړو۔د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخيل جسټس محمد اعجاز سواتي څخه سوګند واخست۔سوګند پورته كولو دستوره كښې د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي٬صوبائي وزيران٬اسمبلۍ غړو٬بلوچستان هائي كورټ ججان٬صوبائي سيكرټريز او سينئر وكيلانو ګډون وكړو