پاکستان سپر ليګ، د لاهور قلندرز او پشاور زلمي مېچ كښې د پاك فضائيه شاهينز ته پېرزوئنې وړاندې كړې شوې

پېنډي 19 مئي (اے پي پي) پاکستان سپر ليګ (پي اېس اېل) پېنډۍ کرکټ سټيډيم كښې د لاهور قلندرز او پشاور زلمي په مېچ كښې د پاك فضائيه شاهينز ته پېرزوئنې وړاندې كړې شوې۔ په دستوره كښې چيف آف ايئر سټاف ظهير بابر او د پي سي بي چيئرمېن محسن نقوي په خاص توګه ګډون وكړو٬ په دې موقع د پاك فضائيه د وظيفائي پوهې٬ د دښمن شپږو جنګي الوتكو د رانسكورولو او په قامي دفاع كښې د دوي كردار په بشپړه ډول وستائېلے شو٬ په دې مهال د “پاك پوځ زنده باد‘‘ پاکستان زنده باد” نعرې ووهلې شوې٬ د قامي سرود په احترام كښې ټول اودرېدل او هر اړخ ته قامي بېرغونه په نظر راتلل٬ د دستورې په پائې كښې آتش بازي هم وشوه او دستوره د قامي يووالي٬ وطن سره د مېنې د جذبې او وسله والو ځواكونو سره د اولس د ملاتړ مظهر وه۔