اسلام آباد 16 مئي (اے پي پي) فلائي دبئي د باچا خان انټرنېشنل هوائي مېدان پیښور نه آپرېشن پيل كړو٬د وړومبي پرواز په راتګ تود هركلے وكړے شو ۔د پاكستان ايئر پورټس اتهارټي وياند لخوا د جمعې په ورځ جاري شوي بيان له مخې د فلائي دبئي وړومبے پرواز تېره شپه د 164 مسافرو سره پېښور ته رارسېدو٬په دې موقع د پرواز تود هركلے وكړے شو۔په باچا خان ايئر پورټ …
فلائي دبئي باچا خان انټرنېشنل هوائي مېدان پیښور نه آپرېشن پيل كړو٬د وړومبي پرواز په راتګ تود هركلے وكړے شو

مزید خبریں
اسلام آباد 16 مئي (اے پي پي) فلائي دبئي د باچا خان انټرنېشنل هوائي مېدان پیښور نه آپرېشن پيل كړو٬د وړومبي پرواز په راتګ تود هركلے وكړے شو ۔د پاكستان ايئر پورټس اتهارټي وياند لخوا د جمعې په ورځ جاري شوي بيان له مخې د فلائي دبئي وړومبے پرواز تېره شپه د 164 مسافرو سره پېښور ته رارسېدو٬په دې موقع د پرواز تود هركلے وكړے شو۔په باچا خان ايئر پورټ د فلائي دبئي پرواز ته واټر كېنن سلامي وكړې شوه او د كيك پرې كولو دستوره هم وشوه ۔د پاكستان ايئر پورټس اتهارټي وياند له مخې فلائي دبئي به اوونۍ كښې 7 پروازونه چلوي۔وياند ووئيل دې اقدام څخه به پېښور څخه خليجي او اروپائي هېوادونو لپاره فضائي روابط كښې هم پراختيا راشي۔د پاكستان هوائي مېدان اتهارټي وياند ووئېل د فلائي دبئي پرواز ايف زي 375 سهار 2 بجې او 20 منټه باندې د 184 مسافرو سره بېرته دبئي ته روان شو










