د وزيراعظم شهباز شريف د برآمدات او سرمايه کارۍ ودې لپاره تاريخي ګام ، درآمدي محصولات كښې پرله پسې د كمي كولو منظوري

اسلام آباد 16 مئي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د برآمدات او سرمايه کارۍ ودې لپاره تاريخيګام اغستو سره په درآمدي محصولات (ټيرِف) كښې د پرله پسې او د پام وړ كمي منظوري وركولو سره وئيلي دي حکومت قوي معيشت٬ د روزګار موقعې راپېدا كولو او د ګرانۍ خاتمې لپاره هېڅ بې غوري نه كوي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جمعې په ورځ د جاري بيان له مخې وزيراعظم د دې خيالاتو څرګندونه د نيشنل ټيرف پاليسي په اړه د مهمې غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ د بيان له مخې په غونډه كښې د برآمدات او د سرمايه کارۍ ودې لپاره تاريخي اقدام سره په درآمدي محصولات (ټيرِف) كښې د پرله پسې او د د پام وړ كمي د منظورۍ پرېكړه وشوه ۔ په غونډه كښې وزيراعظم د خپل عزم پخلے وكړو چې حكومت به قوي معيشت ٬ د روزګار موقعې راپېدا كولو او د ګرانۍ خاتمې لپاره هېڅ بې غوري نه كوي۔ ده ووئيل ملكي او غېر ملكي د معيشت پوهانو سره د پراخه مشاورت نه وروستو بنيادي معاشي اصلاحات لپاره يو جامع منصوبه جوړه شوې ۔ د بيان له مخې د دغې معاشي بحالۍ منصوبې تسلسل كښې وزيراعظم يو تاريخي ګام اغستو سره په ټيرِف كښې پرله پسې او د پام وړ كمي منظوري وركړې ده كوم چې معاشي بهترۍ پلو يو مهم سنګ ميل ګرځولے كېږي او كوم چې به په برامدات اډانه ترقي ممكن كړي ٫ دې پرېكړې سره به نه يوازې په بېروزګارۍ قابو وموندلے شي ٬ بلكې د ګرانۍ شرح به هم د قابو لاندې وساتلې شي۔ د دې نه علاوه د دې په نتيجه كښې به په نړيواله كچه سرمايه كاري وده وكړي چې ورسره به د روزګار نوې موقعې راپېدا شي٬ حکومت اولس ته د روزګار وركولو په خاص توګه لوستو ځوانانو ته د عزت روزګار وركولو لپاره هڅې كوي۔ بيان كښې وئيلي شوي وزيراعظم اضافي کسټمز ډيوټي (كومه چې دا مهال د 2 نه تر 7 فيصده په منيځ كښې ده) او ريګوليټري ډيوټي ( كومه چې دا مهال د 5 نه تر 90 فيصد ده) په راتلونكو څلورو پنځو كالو كښې په بشپړه توګه د ختمولو امر كړے ٬ دې سره سره ده د کسټمز ډيوټۍ زيات نه زيات تر 15 فيصد د محدود كولو په حق كښې پرېكړه كړې ، او في الحال په ځينې څيزونو دا شرح د 100 فيصد نه اوړېدلې ده٬ د کسټمز ډيوټۍ شرح (سليبز) تر څلور محدود كړے شوې چې ورسره به د درآمدات په اړه په قانوني پېچلتيا كښې د پام وړ كمے راشي او بېلا بېلو صنعتونو ته به مساوي موقعې ترلاسه شي۔ د بيان له مخې د وزيراعظم د دې تاريخي پرېكړې سره به معيشت غير ملکي سرمايه کارو لپاره اوپن شي او د هېواد صنعتونو ته به خام مال٬ مېنځني څيزونه او سرمايه جاتي سامان په آسانۍ او په ارزانه بيعه ترلاسه شي٬ د دې نه علاوه په مسابقت كښې د اضافې له امله به ځائي صنعتونه زيات موثر او مسابقتي جوړ شي٬ كوم چې به هېواد لپاره برامدي آمدن زياتولو له مرسته وكړي، او داسې به په ګرانۍ او د كرنسۍ په قدر كښې په كمي قابو له هم مرسته تر لاسه شي ۔ وزيراعظم د دې تجويز د ټولو اړخونو په غور سره جاج اخستے٬ په ټېرف كښې كمښے به نه يوازې د جاري كهاتې مستحكمې كړي بلكې کسټمز ډيوټۍ څخه زيات محصولات ترلاسه كولو له به هم مرستياله وګرځي۔ په بيان كښې ووئيل شول په غونده كښې وزيراعظم د عملدرآمد يوه كمېټي هم جوړه كړې ۔ وزيراعظم پخلے وكرو چې د هېواد معاشي بهتري زما وړومبۍ ترجيح ده۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو جام کمال خان، احد خان چيمه، سېنېټر اورنګزيب، علي پروېز ملك، د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر او د اړوند ادارو چارواكو ګډون وكړو۔