په رېكوډك منصوبه د سعودي عرب سرمايه كارۍ لپاره خبرې روانې دي٬ پارلمنې سېكرټري

اسلام آباد ۔15 مئ (اے پي پي) قامي اسمبلۍ ته وئېلې شوي په رېكوډك منصوبه د سعودي عرب سرمايه كارۍ لپاره خبرې روانې دي او تر اوسه په دې حقله دوه غونډې شوي دي۔ د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمه كښې د مرزا اختيار بېګ په پوښتنه پارلماني سېكرټري ميا خان بګتي ووئېل تر اوسه په رېكوډك منصوبه كښې د سعودي عرب د سرمايه كارۍ لپاره …

اسلام آباد ۔15 مئ (اے پي پي) قامي اسمبلۍ ته وئېلې شوي په رېكوډك منصوبه د سعودي عرب سرمايه كارۍ لپاره خبرې روانې دي او تر اوسه په دې حقله دوه غونډې شوي دي۔ د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمه كښې د مرزا اختيار بېګ په پوښتنه پارلماني سېكرټري ميا خان بګتي ووئېل تر اوسه په رېكوډك منصوبه كښې د سعودي عرب د سرمايه كارۍ لپاره حتمي پراؤ ته نه يو رسېدلي ٬ په دې حقله د دواړو هېوادونو ډلې خبرې اترې كوي چې پكښې دوه غونډې شوي دي ۔ چې كله خبرې حتمي پراؤ ته ورسي نو ايوان به خبر كړے شي۔ د شګفته جماني د پوښتنې په ځواب ده ووئېل د سعودي عرب سره د سرمايه كارۍ په بابله نظام الاوقات لا نه دې ټاكلے شوے ٬ دا منصوبه د پاكستان په قامي مفاد كښې ده او زمونږ هڅه ده چې د سرمايه كارۍ عمل زر تر سره كړے شي ٬ د اسد نيازي په پوښتنه ده ووئېل د منصوبې لپاره پورټ قاسم او ګوادر دواړه استعمالې دے شي۔

مزید خبریں