اسلام آباد 15 مئي (اے پي پي) د پرېس كونسل آف پاكستان چيئرمېن محمد ارشد جدون وئېلي دي پرنټ ميډيا كښې د ناسمه خبرونو خپرولو مخ نيوي كښې زمونږ اداره تر ډېره حده كاميابه پاتې شوې٬پاك هند تاؤ تريخوالي په مهال پاكستانۍ ميډيا ذمه وار كردار ادا كړے۔د دې خيالاتو خرګندونه ده د زيارت په ورځ اے پي پي سره خاص مركه كښې كړې۔ارشد جدون ووئېل پرېس كونسل آف پاكستان …
د پاك هند تاؤ تريخوالي په مهال پاكستاني ميډيا ذمه وار كردار ادا كړے٬پرېس كونسل آف پاكستان په پرنټ ميډيا د نا سمه خبرونو خپرولو مخ نيوي په اړه كامياب شوے۔چيئمېن محمد ارشد جدون

مزید خبریں
اسلام آباد 15 مئي (اے پي پي) د پرېس كونسل آف پاكستان چيئرمېن محمد ارشد جدون وئېلي دي پرنټ ميډيا كښې د ناسمه خبرونو خپرولو مخ نيوي كښې زمونږ اداره تر ډېره حده كاميابه پاتې شوې٬پاك هند تاؤ تريخوالي په مهال پاكستانۍ ميډيا ذمه وار كردار ادا كړے۔د دې خيالاتو خرګندونه ده د زيارت په ورځ اے پي پي سره خاص مركه كښې كړې۔ارشد جدون ووئېل پرېس كونسل آف پاكستان په 2002 كښې د يو آرډيننس له مخې حوړ شوے ٬فروري 2024 كښې ما د چيئرمن چوكۍ سنبهاله كړی٬د دې نه پس مونږ ښې ودانۍ ته دفتر منتقل كړو او د پرېس كونسل ايګزيكټو روم جوړ كړے شو٬د دې نه علاوه مونږ د میډیا ایتھکس يو قانون جوړ كړو دغسې چې د غلطو خبرونو خپرونكو په ضد د قانون له مخې كاروائي وكړې شي۔ده ووئيل پرېس كونسل آف پاكستان د څلورو صوبو پشمول ګلګت بلتستان او كشمير كښَې هر ځاے كار كوي٬مونږ د ميډيا قوانين په اړه خبرتيا او فيك نيوز مخ نيوي لپاره بېلو پوهنتونونو كښې د سيمينار اهتمام كړے۔ده ووئيل مونږ پي ايف يو جے٬اے پي اين ايس پشمول ټولو خبريالانو تنظيمونو سره بشپړه رابطه لرو او چې څوك هم غلط خبر خپروي د هغوي په ضد د قانون له مخې كاروائي كېږي۔ارشد جدون ووئيل ما د پاكستان بېل پرېس كلبز دورې كړې او خبرياله ورورولي د پرېس كونسل آف پاكستان ګټې څخه خبر كړې شوې۔ارشد جدون ووئيل 1800 ورځپاڼې پرېس كونسل آف پاكستان كښې رجسټرېشن شوي خو داسې ډېرې ورځپاڼې هم خپرېږي چې د كومو رجسټرېشن تراوسه نشته٬په دې اړه مونږ چيف سيكرټريز او ډي سي اوز ته ليكلي دي چې د ټولو ورځپاڼو رجسټرېشن باوري كړئ۔ده ووئيل مونږ د بېلو پوهنتونونو زده كوونكو لپار انټرن شپ پروګرام پیل كړے او د پي ايف يو جے پخوانے جنرل سيكرټري ناصر زيدي د ٬نېشنل پرېس كلب پخوانے صدر انور رضا او د هزاره جرنلسټ اېسوسي اېشن چيئرمېن تيمور جدون ښه ليكچرز وركړي۔د پرېس كونسل آف پاكستان چيئرمېن ووئيل سوشل ميډيا قابو كولو لپاره حكومت ښه قانون سازي كړی٬سوشل ميډيا مونږ سره نشته٬مونږ يوازې د پرنټ ميډيا په اړه خپل كردار ادا كولې شو په كومه كښې چې مونږ تر ډېره حده كامياب پاتې يوو۔ارشد جدون ووئيل اوسنو ورځو كښې د پاك هند تاؤ تريخوالي په مهال تر ټولو زيات فيك نيوز د هند لخوا جاري شوي وو٬په دې مهال د پاكستان ميډيا ذمه وارا كردار ترسره كړے ۔ده ووئيل د هند ميډيا لخوا په ناسمه خبرونه خپرولو ټولې نړۍ د هغوي غندنه كړی ده۔۔(










