مظفرآباد 15 مئي (اے پي پي)د كشمير چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام د هند ګولۍ ورولو څخه د شهيدو شوو راج محمد چوهان او شهيد اسلم بټ كورنۍ سره د غمرازۍ لپاره فارورډ كهوټه ته لړو ۔په دې موقع وفاقي وزير ووئېل په لائن آف كنټرول(ايل او سي)مېشته خلق د تېرو 7 لسيزو څخه د خپلو ځانونو قرباني وركوي۔د پاكستان 25 كروړه اولس او د پاكستان پوځ ستاسو سره …
د كشمير چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام د فارورډ كهوټه دوره٬ د شهيدانو كورنيو سره د غمرازۍ څرګندونه

مزید خبریں
مظفرآباد 15 مئي (اے پي پي)د كشمير چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام د هند ګولۍ ورولو څخه د شهيدو شوو راج محمد چوهان او شهيد اسلم بټ كورنۍ سره د غمرازۍ لپاره فارورډ كهوټه ته لړو ۔په دې موقع وفاقي وزير ووئېل په لائن آف كنټرول(ايل او سي)مېشته خلق د تېرو 7 لسيزو څخه د خپلو ځانونو قرباني وركوي۔د پاكستان 25 كروړه اولس او د پاكستان پوځ ستاسو سره ولاړ دي۔ده ووئيل په ايل او سي اولس په بهادرۍ او جرات سره د هند د بريد او بربريت مقابله كړې٬د دې مثال نه موندلے كيږي۔انجينئر امير مقام ووئيل د پاكستان او آزاد كشمير اولس د پاكستان پوځ سره اوږه په اوږه ولاړ دي۔ده ووئيل د وزيراعظم محمد شهباز شريف په خاص هدايت غمرازۍ لپاره راغلے يم۔وفاقي وزير اعلان وكړو چې د هند بريد څخه شهيدو شوو كسانو كورنيو ته به د وفاقي حكومت لخوا 1 كروړ روپۍ او ژوبل شوو ته 20 لكه روپۍ د مرستې چيك راتلونكو ورځو كښې وركړے شي۔ده ووئيل په ايل او سي مېشته خلق د پاكستان او پاكستانو ځواكونو سره ډېره مينه لري۔










