د وفاقي وزير عطاﺀ تارړ په ايكس پوسټ د سورة الصف د آيت حواله ٬ د دښمن په مقابله كښې د يو والي پيغام

اسلام آباد۔10مئی(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ د سماجي رابطې په پلېټ فارم اېكس د “بُنْيَانٌ مَّرْصُوْصٌ” یعنی فولادي دېوال اهميت په ډاګه كړو۔ وفاقی وزیر د سوره الصف د آيت “اِنَّ اللّٰہَ یُحِبُّ الَّذِیْنَ یُقَاتِلُوْنَ فِیْ سَبِیْلِه صَفًّا کَاَنَهمْ بُنْیَانٌ مَّرْصُوْصٌ” حواله وركولو سره ووئيل دا آيت يو حكم وركوي چې كله جنګ مسلط شي نو په دښمن يو موټې كېدو سره بريد وكړۍ ٬پاك پروردګار به زمونږ ملاتړ كوؤنكے او مرسته كوؤنكے وي۔