د وفاقي وزير عطاﺀ تارړ د سي پي اين اي نوې ټاكلې شوې عهديدارانو له مباركي

اسلام آباد۔4 مئی(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ د كونسل آف پاكستان نيوز پيپر ايډيټرز (سي پي اېن اي) نوې ټاكلې شوې عهدېدارانو له مباركي وركړې ده۔ د اتوار په ورځ په جاري شوي بيان كښې وفاقی وزیر د سی پی اېن ای نوے ټاكلي شوي صدر کاظم خان، عمومي سېكرټري غلام نبی چانډیو، سینئر نائب صدر ایاز خان او دوهم عمومي سېكتر تنویر شوکت له مباركي وركړه او دوئي لپاره يۍ د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل د نوي ټاكلې شوې مشرتابه كاميابي په دې د خبريالې ورورولۍ د باور څرګندونه ده۔ ده ووئيل حكومت د صحافت په آزادۍ كلك باور لري۔ وفاقي وزير ووئيل ټولو همكارانو سره په ګډه يو ذمه وار ٬ آزاد او پېشه ور صحافت ته د ودې وركولو عزم لرؤ۔ ده هيله څرګنده كړه چې د سي پي اېن اي نوې مشرتابه به د خبريالانو د حقونو تحفظ د پېشه ورانه معيار ودې او قامي ګټو له مثبت كردار ترسره كړي۔ عطاء تارړ ووئيل د اطلاعاتو وزارت ټولو صحافتي تنظيمونو سره تماس كښې دے ٬ صحافتي ادارو ته د پېښو چېلنجونو حل كولو كښې به هر ډول ممكنه مرسته كولې شي۔