
اسلام آباد۔ 2 مئ (اے پي پي) پاكستان سپر ليګ 10 كښې به سبا د خالي په ورځ د اسلام آباد يونائټډ او كوئټه ګليډي ايټرز تر مينځه مېچ كېږي ۔ د پاكستان كركټ بورډ(پي سي بي) تر سېوري لاندې د پي اېس ايل 10م اېډيشن كښې د سيالو لړۍ روانه ده۔ د ليګ په 23 مېچ كښې به اسلام آباد يونائټډ او كوئټه ګليډي ايټرز يو بل ته په قزافي سټېډيم كېښې مخامخ كېږي ۔ د اسلام آباد لوبډلې مشري به آل راونډر شاداب خان كوي او د كوئټه لوبډلې به آل راونډر سعود شكيل كوي۔ كوئټه ډلې 7 مېچونه كړي چې پكښې څلور يې ګټلي او په دوو كښې ماتې سره مخ شوې۔ د ټورنامنټ فائنل به په 18 مئ قزافي سټېډيم لاهور كښې كېږي۔