
اسلام آباد۔29اپرېل(اے پی پی) په پاکستان سپر لیګ 10 كښې (سبا) د شورو په ورځ يوازينې مېچ د اسلام آباد يونائېټډ او لاهور قلندر ترمينځه په قذافی كركټ سټېډيم ٬ لاهور كښې كيږي۔ مېچ به د شپې 8 بجې پېل كيږي او دا به د فلډ لائټس په رڼا كښې كولے شي۔ د اسلام آباد یونائیټډ لوبډلې مشري نوموړے آل راؤنډر شاداب خان كوي۔ په نورو لوبغاړو كښې میتھیو شارټ، کولن منرو، راسی وین ډیر ډوسن، جېسن هولډر، حېدرعلی، سلمان آغا، عماد وسیم، حسنېن شاہ او اعظم خان شامل دے۔ اسلام آباد يونائيټډ تر دې دمه ټول مېچونه ګټلي دي او 10 پوائنټس سره په پوائنټس ټېبل تر ټولو وړاندے دے۔ د لاهور قلندرز مشري نوموړے فاسټ باؤلر شاهين شاه آفريدې كوي او په نورو لوبغاړو كښې فخر زمان،حارث رؤف، ثام بلنګز، ټام کیوران ،کوسل پریرا، ډیرل مچل ،آصف علی او سکندر رضا شامل دے۔ لاهور قلندرز لوبډله په شپږ مېچونو كښې د درې په ګټلو 6 پوائنټس سره په دويم لمبر ده۔ د ټورنامنټ فائنل به په 18 مئی قذافی سټېډیم، لاهور كښې كولے شي۔