د كوئټه ګليډي ايټرز او ملتان سلطانز ترمينځه د سپرليګ اتلسم ميچ د نهې په ورځ كيږي

اسلام آباد۔28 اپرېل(اے پی پی) پاکستان سپر لیګ 10 كښې به سبا (د نهې په ورځ) يوازينې مېچ د كوئټه ګلېډي اېټرز او ملتان سلطانز ترمينځه په قذافی کرکټ سټېډیم، لاهور كښې كيږي۔ مېچ به د شپې 8 بجې پېل كيږي او د فلډ لائټس په رڼا كښې به كولې شي۔ کوئټه ګلیډی اېټرز لوبډله به د نوموړي آل راؤنډر سعود شکیل په مشرۍ كښې مېدان ته كوزيږي۔ په نورو لوبغاړو كښې مارک، چېپمین ،ریلی روسو،فن ایلن، حسن نواز، فهیم اشرف، شعیب ملک، حسیب خان، کوسل مېنډس، ابرار احمد، عامر، سین اېبټ او کائل جېمېسن شامل دے۔ كوئټه ګلېډی اېٹرز 5 مېچونه كړي دي په كومو كښې چې يۍ 3 په خپل نوم كړې دي۔ کوئټه ګلېډی اېټرز لوبډله په پوانټس ټېبل 6 پوائنټس سره په درېم لمبر ده۔ د ملتان سلطانز لوبډلې مشري به نوموړي وكټ كيپر او بېټر رضوان كوي۔ په نورو لوبغاړو كښې مائیکل بریسویل، ډېوډ ویلے، شائی هوپ، کرس جارډن، حسنېن، اسامه میر،عثمان خان،افتخار احمد او کامران غلام شامل دے۔ ملتان سلطانز لوبډلې په 6 مېچونو كښې تر دې مخه يو مېچ ګټلے دے او په پوانټس ټېبل تر ټولو لاندې په شپږم لمبر ده۔ د ټورنامنټ فائنل به په 18 مئي قذافي سټېډيم لاهور كښې كولے شي