انګلينډ به په مئي كښې د ون ډے او ټي ټونټي سيريز په مېچونو كښې د ويسټ انډيز لوبډلې كوربتوب كوي

لندن 22 اپرېل (اے پي پي) انګلينډ به په مئي كښې د ون ډے او ټي ټونټي سيريز په مېچونو كښې د ويسټ انډيز کرکټ لوبډلې كوربتوب كوي٬ د انګلينډ اينډ ويلز کرکټ بورډ (اي سي بي) اعلاميې له مخې د ويسټ انډيز د كركټ لوبډله به په مئي كښې د انګلينډ دوره كوي او د دورې په مهال به د كوربه لوبدلې په ضد د درېو ون ډے او درېو ټي ټونټي مېچونو سيريز كوي٬ د ون ډے مېچز د سيريز پېل به په 29 مئي كېږي او د ټي ټونټي مېچونو د سيريز وړومبے مېچ به په 6م جون پېل كېږي۔