پی ايس ايل كښې سبا 11م مېچ د كراچي ګنګز او پيښور زلمي ترمينځه كيږي

پېنډۍ۔20اپرېل(اے پی پی) د پاکستان سپر لیګ (پی اېس اېل 10) يوولسم مېچ (سبا) د ګل په ورځ د كراچي ګنګز او پيښور زلمي ترمينځه په نيشنل سټيډيم ٬ كراچۍ كښې كيږي۔ مېچ به د شپې 8 بجې پېل كيږي۔ د كراچۍ كنګز لوبډلې مشري پخوانے آسټرېلوي نوموړے بېټر ډېوډ وارنر كوي ٬ په نورو لوبغاړو كښې حسن علی، شان مسعود، ټم سېفرټ، جېمز ونس، اېم نبی او اېډم ملن شامل دے۔ پېښور زلمې به د نوموړي بېټر بابر اعظم به مشرۍ كښې مېدان ته كوزيږي ٬ په نورو لوبغاړو كښې صائم ایوب، ټام کوهلر کېډمور، اېم حارث، الزاری جوزف او لیوک ووډ شامل دے۔ د پی اېس اېل په دې مهمه مقابله كښې به دواړه لوبډلې په پوائنټس ټېبل د خپل پوزيشن ښه كولو هڅه كوي۔ د مېچ ټولې تياريانې بشپړ د امنيت سخت انتظامات شوي دي۔