
اسلام آباد 17 اپرېل (اے پي پي) د پي آئي اے د پاکستان سپر ليګ د لسم ايډيشن (پي ايس ايل- 2025) لپاره د خاص پروازونو پېل كولو اعلان كړے ۔ د پي آئي اے کارپوريټ څانګې په آفيشل سوشل ميډيا د جاري پوسټ له مخئ د سپر ليګ په مهال به پي آئي اے لوبډلې بېلا بېلو ځايونو ته رسولو لپاره 17 خاص پروازونه چلوي٬ د پي آئي اے او پاكستان كركټ اوږد او شاندار تعلق دے او لكه د تل به پي آئي اے د كركټ ودې او مرستې لپاره يو ګام وړاندې وي