پاکستان سپر لیګ (پی ایس ایل) 10 كښې 7م میچ سبا د دفاعي چیمپین اسلام آباد یونائیټډ او ملتان سلطانز تر مينځه كيږي

پنډۍ ۔15اپریل (اے پي پي ) د پاکستان سپر لیګ (پی ایس ایل) 10 كښې 7م میچ (سبا ) د شورو په ورځ د دفاعي چیمپین اسلام آباد یونائیټډ او ملتان سلطانز تر مينځه پنډۍ کرکټ اسټیډیم كښې كېږي ۔ میچ به د شپې 8 بجې شروع كېږي ۔ اسلام آباد یونائیټډ د وړومبو دواړو میچونو په ګټلو په پوائنټس ټیبل وړومبے دے ۔ وړومبي میچ كښې دوي د لاهور قلندرز په خلاف په 8 وکټو او دويم كښې د پشاور زلمي خلاف په 102 رنز کامیابی تر لاسه كړې ۔ د اسلام آباد ډلې مشري آل راؤنډر شاداب خان کوي او په نورو لوبغاړو كښې کولن منرو، جیسن ہولډر، نسیم شاہ، صاحبزادہ فرحان، عماد وسیم اور سلمان آغا شامل دي ۔