دبئۍ ۔14اپریل (اے پي پي) انټرنیشنل کرکټ کونسل (آئي سي سي) د كركټ بې كوره شوو افغانانو مېرمنو لوبغاړو مرستې لپاره د ټاسک فورس جوړولو اعلان کړے۔ د آئي سي سي تر مخه د دې اقدام د لارې به نيغ په نيغه مالي مرسته وركولو لپاره يو وقف فنډ جوړولې شي كوم به چې دا خبره باوري كوي چې د دغې لوبغاړو سره د كركټ جاري ساتلو لپاره ضروري اسانۍ موجود وي ۔په دغه كښې به يو تربیتي پروګرام هم وړاندې كولې شي ، چې پكښې د اعلی درجې کوچنګ ، د نړيوال معیار اسانۍ او د دوي مكمل صلاحیت ته رسېدو لپاره مرستې له لارښونه به وركولې شي ۔د آئي سي سي چیئرمین جے شاہ يو پریس ریلیز كښې ووئېل مونږ انټرنیشنل کرکټ کونسل كښې شمولیت ته د ودې وركولو او دا خبره باوري كولو لپاره عزم لرو چې حالات كه هر څنګه وي لوبغاړو ته موقعې وركړو ۔ ده ووئېل د خپلو شراکت دارو سره په ګډه مونږ د ټاسک فورس او سپورټ فنډ په پېل كولو وياړ لرو۔ دغسې چې دا خبره باوري كړې شي چې بے كوره شوې افغانې بوبغاړې خپله لوبه دوامداره اوساتي ۔ واضحه دې وي چې ياد فنډ د بورډ آف کنټرول فار کرکټ ان انډیا، انګلینډ اینډ ویلز کرکټ بورډ او د کرکټ آسټریلیا شريكه منصوبه ده ۔